ننگرهار کې د ځمکې پر سر نښتې کې اته کسان ژوبل شوي

د عکس سرچینه، f
لږ تر لږه اته کسان د ننگرهار کامې ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر لانجې له امله وسله والې نښتې کې ژوبل شوي دي.
نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې د راپورونو له مخې امنيتي ځواکونو هڅه وکړه د کامې د گرداب په سيمه کې ځايي خلک له هغې ځمکې لېرې کړي چې چارواکي يې " حکومتي ځمکه بولي."
ژوبل چې يوه زنانه، درې پوليس هم په کې شامل دي لومړۍ د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي وو خو د ياد روغتون يوۀ ډاکټر بي بي سي ته وويل چې " د زخميانو وضعه ښۀ نه وه ځکه يې جلال اباد ته د تداوۍ لپاره ولېږدول."
سيمه ايزه اداره دا لسگونه جريبه ځمکه "دولتي بولي"، خو ځايي خلک چې دا خپل ملکيت گڼي ادعا لري "دا ځمکه له نسلونو د هغوي ملکيت دى. "
دوى حکومت د زور په کارونې تورن کړى او له مرکزي حکومته يې غوښتي دي چې " د روانې شخړې هواري لپاره گام واخلي".
سيمه ايزه چارواکو په سم لاسي ډول دې ادعا ته غبرگون نه دى ښودلى.




