''له ترکمنستانه راتلونکې برېښنا د لېږد لپاره د سالنګ لار غوره ده''

د عکس سرچینه، AFP

له ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزو د ارزونې کمېسیون کار پای ته رسیدلی او دې پایلې ته رسیدلي چې د دغې برېښنا د لېږد لپاره د سالنګ لار غوره ده.

کمېسيون وايي د خپل کار پایلې یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې دي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا مزو لېږد لارې د پرېکړې پر ضد لاریونونه وشول او له همدې کبله د افغانستان ولسمشر ددغې پروژې د تدارکاتي چارو د ځنډولو یا تعلیق حکم کړی و.

له کابله زموږ همکار خوشحال تایب په خپل راپور کې کاږي، له ترکمنستانه د ۵۰۰ کلیو ولټه برېښنا مزو د ارزونې کمیسیون د کار تر پای ته رسېدو وروسته ولسمشرۍ مانۍ ویلي، دا چې ددغې پروژې تخنیکي او تدارکاتي چارې په تېرو دوه نیمو کلونو کې ترسره شوي، ځکه د ملي کمیسیون تر ارزونې وروسته د پروژې تدارکاتي چارې د تعلیق له حالته وتلې اعلانوي.

د ملي کمېسیون یوه غړي فیض الله ذکي خبري غونډې کې د کمېسیون د ارزونو پایلې اعلان کړې او وايي برېښنا شرکت د ځینو لومړیتوبونو پر بنسټ د سالنګ لار غوره کړې وه:

''د برېښنا شرکت د ۵۰۰ کیلو ولټه مزو لار د بدلیدو لامل د مالي سرچینو کمښت، په اوسنۍ شبکې کې د ۳۰۰ میګاواټه ۲۲۰ وواټه برېښڼا موجودیت او د هرې ورځې په تېرېدو سره په پلازمېنه کې برېښنا ته د اړتیا بیړنۍ غوښتنه ده.

او دا چې برېښنا شرکت په دغه کار کې له کومې سیاسي انګېزې ملاتړ کړی وي نه دي ثابت شوي''

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي مرکزي ولایتونو ته به له دوشي ۳۰۰ میګاواټه برېښنا مزي وغځوي.

ولسمشر ماڼۍ وايي له دوشي بامیانو ته د دغې ۲۲۰ کیلو واټه شبکې کار به د روان کال چنګاښ میاشتې کې پیل او په ۱۳۹۸ کال کې به پای ته ورسیږي.

دغه راز ویل شوي په بامیانو کې لږترلږه ۲۰ زره کورنیو ته د برېښنا ویش شبکې کار به هم یوه میاشت وروسته پیل کړي.

د مالیې وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې ددغې پروژې بودیجه تنظیم او د کال په منځ کې یې ارزونې لپاره پارلمان ته وړاندې کړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا مزو لېږد لارې د پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول او له حکومته يې غوښتل چې د برېښنا مزې دې د باميانو له لارې ولېږدول شي.

ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل چې په دې اړه له احساساتو کار وانخلي او د مسلکي استدلال له مخې په دې برخه کې د خبرو لاره ونیسي.

افغان حکومت وايي د جرمني فیشنر شرکت د څېړنو له مخې د سالنګ لار لنډه او هم یې لګښت کم دی، چې د برېښنا لېږد پروژې لپاره د مرسته کوونکو بنسټونو په تایید د سالنګ لار غوره شوې ده.