کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې د ځانمرګي برید مخنیوی شوی

د عکس سرچینه، MoI
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، نن سهار (سه شنبه، ثور/ غویي ۲۸مه) یې په کابل ښار کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
دغه وزارت په خپله رسمي فسبوک پاڼه کې لیکلي، یوه کس غوښتل له یوه سراچه ډوله ټویوټا موټر څخه په ګټه اخستو د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې ځانمرګی برید وکړي.
دې وزارت ویلي، ځانمرګي بریدګر جمهوریت روغتون ته د ناروغ لېږدولو په پلمه غوښتل ځان روغتون ته څېرمه ممنوعه پوځي ساحې ته ورسوي او وروسته ځانمرګی برید وکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست، د افغانستان د ولسمشر د مرستیالانو دفترونه، د کابل والي دفتر او د کابل امنیه قومنداني په دغه سیمه کې دي.
دغه وزارت ویلي چې ځانمرګی بریدکوونکی اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دی او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
کابل په تېره یوه کال کې دوه ځلې د خونړیو چاودنو شاهد و چې پر چاودېدونکو توکو بار لاریو په وسیله وشول.
لومړۍ چاودنه تېر کال د اسد/ زمري میاشتې په ۱۶ مه د جمعې په ورځ سهار دشاه شهید په هستوګنیزه سیمه کې وشوه. په دغه چاودنه کې لږ ترلږه ۱۵ کسان ووژل شول او نژدې ۴۰۰ نور ټپیان شول.
دویمه پېښه سږکال د حمل/ وري په ۳۱ مه د سه شنبې په ورځ رامنځته شوه چې یوه ځانمرګي پر چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ د ملي امنیت اړوند د مهمو څېرو (رجال برجسته) ساتنې ادارې ته څېرمه والوزوله.
په دغه چاودنه کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۶۷ نور ټپیان شول.

د عکس سرچینه، MoI

د عکس سرچینه، MoI

د عکس سرچینه، MoI








