جلال اباد کې چاودنې لږ ترلږه "۱۲" کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
په جلال اباد کې لږ تر لږه "١٢" کسان په يوه ځانمرگي بريد کې وژل شوي او لسگونه نور ژوبل دي. د راپورونو له مخې بريد کوونکي د پوليسو د اکاډمۍ زده کوونکي په نښه کړي.
نا تاييد شوي راپور کې راغلي بريدگر د چاودېدونکو توکو لېږدولو لپاره ريکشا کارولې ده.
تر دې دمه هېچا هم د دې بريد مسوليت نه دى منلى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په دغه بريد کې شاوخوا ۳۸ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د سيمه ييز روغتون مشر احسان الله شينواري د دغې پېښې پخلی کړی خو د وژلو شويو کسانو شمېر يې ۱۳ تنه ښودلی دی او وايي د ډېری ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی.
د دغې پېښې ټول قربانيان نوي ګومارل شوي امنيتي ځواکونه دي چې په بس کې پر سفر روان وو.
د دې نه وړاندې هم طالبانو په جلال اباد او د افغانستان په نورو ښارونو کې پوليس او حکومتي چارواکي په نښه کړي.

د عکس سرچینه، EPA
د ننګرهار ولايت په ځانګړي توګه د اچين ولسوالۍ کې د داعش ډله شتون لري او ننګرهار يو له هغو نا امنو ولايتونو ګنل کېږي چې طالبان هم په کې عمليات ترسره کوي.








