د نري رنځ ٪۹۷ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري

ښاغلي فیروز په تېر یوه کال کې افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره اعلان کړ، چې په وینا یې درملنه یې شوې ده.

د عکس سرچینه، MoPH

د عکس تشریح، ښاغلي فیروز په تېر یوه کال کې افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره اعلان کړ، چې په وینا یې درملنه یې شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي خدمتونو په ډېرېدو سره افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو له لیسته ووت، چې د نري رنځ ناروغي پکې ډېره ده. یاد وزارت وايي، د نري رنځ ۹۷ سلنه افغان ناروغان روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی لري.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، هېواد یې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو په همکارۍ سره د نري رنځ ناروغي د درملنې په برخه کې ښه پرمختګ کړی او په نري رنځ ۹۷ سلنه ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري.

نوموړي په افغانستان کې د نري رنځ (سل) ناروغۍ د درملنې او تشخیص د خدمتونو په اړه وویل: "پر دغه پرمختګ سربېره، لاهم د نري رنځ له منځه وړلو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده".

ښاغلي فیروز زیاته کړه، د نري رنځ د ناروغانو د درملنې په برخه کې نړیوالو روغتیايي بنسټونو همکاري ورسره کړې ده.

دی وايي، اوس د افغانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر نری رنځ یوه نړیواله ستونزه وبلله، چې په وینا یې په ۲۰۱۴ کال په ګرنده نړۍ کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر نژدې ۹ میلیون ثبت شوی و.

دی وايي، ۱٫۵ میلیون انسانان ددغې ناروغۍ له کبله مړه شوي.

ښاغلي فیروز په تېر یوه کال کې افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره اعلان کړ، چې په وینا یې درملنه یې شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر تېر ۲۰۱۵ کال افغانستان کې له نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې له کړاوه ډک کال وباله چې په وینا یې تر ټولو ډېر په نري رنځ اخته کسان (له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ پورې) په تېر کال کې ثبت شوي.