د افغان سولې عالي شورا له نوي مشرتابه سره په کار پیل کوي

د عکس سرچینه، arg
د دولتي سرچينو د راپورنو له مخې پیر سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغان حکومت د اجراييه رييس وياند جاويد فيصل د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې پير سيد احمد ګيلاني د سولې عالي شورا د مشر په توګه او کريم خليلي د مرستيال په توګه نومول شوي دي.
د افغان ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش د اړيکو د دفتر پر رسمي فېسبوک پاڼه هم دغه ټاکنه تاييد شوې ده.
پير سيد احمد ګيلاني د ملي محاذ ګوند مشر دی او کريم خليلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي دويم مرستيال و.
همدا ډول د کابل پخوانی والي دين محمد، عطا الرحمان سليم، مولوي خبير، د باميانو پخوانۍ والۍ حبيبه سرابي او مولوي خدام د نورو مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
بل خوا يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي چې تر اوسه د دغو کسانو ټاکنه نه ده يقيني شوې او د ولسمشرۍ ماڼې وروستۍ پرېکړې ته انتظار دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ کال کې په کار پيل کړی و. دغې شورا د ۸ ښځو په ګډون ۶۸ غړي درلودل. د دغې شورا مشر د جمعيت اسلامي مشر برهان الدين رباني و چې په ۱۳۹۰ کال کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. له هغه وروسته يې زوی صلاح الدين رباني د سولې عالي شورا چارسمبالي شو چې اوس د ښاغلي غني کابينه کې د بهرنيو چارو وزير دی.
د افغان ولسمشر د دويم مرستيال د دفتر پر فېسبوک پاڼه کې ليکل شوي، چې د سولې نوې شورا غړي به له يوې مشورتي غونډې وروسته په خپل رسمي کار پيل وکړي.
د سولي عالي شورا د کار د پيل لپاره مشورتي غونډه يکشنبې (۲۱ فبروري) جوړه شوې وه.
ښاغلي غني په دغه غونډه کې ويلي "موږ همېشه د سولې غوښتونکي يوو او هيله مو ده چې د سولې شورا نوړی جوړښت به د تېرو تجربو څخه په زده کړې د لارنقشې په اساس د سولې لپاره زمينه برابره کړي"
د سولې عالي شورا نوی مشر سيد احمد ګيلاني په ۱۹۳۲ کال کې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې زيږېدلی. د ښاغلي ګيلاني کورنۍ د افغانستان په سياسي او مذهبي برخه کې ځانګړی رول لري.








