فارياب کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان په شمال کې د فارياب ولايت د پوليسو مشر سيد اقا انداربي، بي بي سي ته ويلی چې د يوې چاودنې په ترڅ کې درې ولسي وکړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ښاغلي انداربي په وينا چاودېدونکی توکي په يوه بايسکل ځای پر ځای شوی وو، چې په ځايي وخت شاوخوا ۱۰ بجې يې چاودنه رامنځ ته کړه.
د فارياب د پوليسو مشر په وينا دغه چاودېدونکي توکي د ميمنې ښار د يوې ګڼې ګوڼې په سيمه کې ځای پرځای شوي وو او د چاودنې ټول قربانيان "ولسي وګړي" دي.
ښاغلی اندرابي د دغه بريد هدف ولسي وګړي بولي او وايي هېڅ کوم حکومتي کس د چاودنې پر مهال په سيمه کې نه و موجود.
تراوسه کوم شخص يا ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
فارياب ولايت په تېر يوه کال کې د زياتو ناامنيو او جګړو شاهد و.
څو مياشتې وړاندې طالبانو هڅه کړې وه چې د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار ونيسي خو په دې کې کامياب نه شول او بريد يې د افغان ځواکونو له خوا ناکام شو.




