ولسمشر غني پر هوايي ځواک د نورې پانګونې ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، arg
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هوايي ځواک د نندارې مراسمو کې وویل، ختمېدونکی ۱۳۹۴ کال د افغانستان د بقا کال دی، چې په وینا یې د هېواد هوايي ځواک له هر راز خطره مخ نه دی اړولی.
نوموړي وویل، دولت ژمنه کوي، چې پر هوايي ځواک به نوره پانګونه کوي:
''نن د افغانستان د هوايي ځواک د احیاء ورځ ده، یو وخت مو ډېره عظیمه هوايي قوه لرله، خو نا ژمنتیا او ناخوالو په خاورو بدله کړه، خو زموږ افسران او پیلوټان د هوايي ځواک د احیاء کولو ژمنتیا لري''.
ښاغلي غني دا ژمنه هم وکړه، چې هوايي ځواکونه به شپه او ورځ د هېواد هرې برخې ته ورسول شي.
ولسمشر غني وویل، د عام ولس په څېر افغان ځواکونه هم سولې ته تږي دي، خو له مجبوریته په تحمیل شوې جګړې کې ښکېل شوي دي:
''جګړه زموږ غوښتنه نه ده، ځینې ادعا کوي چې زموږ جنرالان وینې ته تږي دي، خو داسې نه ده، دوی تر ټولو ډېر سولې ته تږي دي، د سولې قیمت د هر سرباز، افسر، بریدمل او جنرال وینه ده، ولې دا قیمت ورکوو، ځکه چې په دې خاوره او افغان باندې په زور هېڅوک هېڅ شی نه شي تحمیلولی، بلکې په رضا یې مني''.
ښاغلي غني له هوايي ځواک سره ژمنه وکړه چې ''په جګړه کې ستاسې قربانۍ به د سیاست په ډګر کې له منځه نه ځي. دا ژمنه هم کوم چې د افغانستان د ګټې پر اساس به ستاسې هره غوښتنه زه یې تعقیبوم''.

دغو مراسمو ته د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ وویل، د هېواد څلور لېواګانې چې دو کابل او دوې نورې شینډنډ او کندهار کې دي، د شپې الوتنو ته چمتو دي.
نوموړي وویل، ۱۴۰ پیلوټان په بهر کې روزل کېږي، او ۲۰۰ نور محصلین په هوايي پوهنتون کې پر روزنې بوخت دي، او ۱۵۰ انجینران او بریدمنان له هوايي اکاډیمۍ نه فارغ شوي دي.
هغه وویل، څوارلس ایم ډي جنګي الوتکې به په راتلونکې وري میاشت کې جنګي ډګر ته چمتو شي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبالې دي.
دا الوتکې له امریکا راوړل شوې، چې د جنرال وردګ په وینا، په خرابه هوا کې هم الوتکې او برید کولی شي او د شعاع په مټ بم او راکټ اداره کوي.

دا مهال د افغانستان هوايي ځواک له ۱۰۰ ډېرې فعالې الوتکې لري، چې په وروستیو کې هند هم څلور MI-35 چورلکې افغانستان ته ډالۍ کړې، چې د چارواکو په وینا، په نژدې راتلونکې کې به د سوېلي هلمند ولایت په جګړه کې وازمایل شي.
وړاندې جنرال وردګ بي بي سي ته ویلي وو، ''تر اوسه وخت شته چې هوايي ځواک خپل هغه معیار ته ورسېږي، چې رسېدل یې ورته لازمي دي. وخت ته هم اړتیا لري، تخنیک هم ضرور دی او ښوونه او روزنه هم ضروري ده''.
د افغانستان هوايي ځواک د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې (د ډاکټر نجیب الله د واکمڼۍ پرمهال) تر بل هر وخت ډېر پیاوړی و، چې هغه مال افغانستان له پخواني شوروي اتحاد څخه ترلاسه کړې ۵۰۰ جنګي، ترانسپورتي، او اکتشافي الوتکې لرلې.
د افغانستان د اویایمې لسیزې یو شمېر جنګي الوتکې د کورنۍ جګړې پر مهال له منځه ولاړې، یو شمېر نورې یې هم په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت د نسکورېدو پرمهال د امریکا د پوځ موخه وګرځېدې.









