د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي قربانیانو ته وجهي صندوق

په ارګ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ صندوق پرانیستو لپاره مراسم جوړ شوي وو

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، په ارګ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ صندوق پرانیستو لپاره مراسم جوړ شوي وو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانیست.

د سلواغې پر ۱۱مه، له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، نوموړي ددغه صندوق د پرانیستې پرمهال وویل، دا چې له ښځو سره تاوتریخوالی په اسلام کې ځای لري نه لري، افغاني کلتور کې هم له ښځو سره تاوتریخوالی ناوړه عمل ګڼل کېږي.

پر همدې مهال، د افغانستان لومړۍ مېرمنې ددغه صندوق پرانیستل مهم وګڼل او د تاوتریخوالي پرضد یې د جدي مبارزې ټینګار وکړ.

په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته ولسمشر وویل، افغانانو ته د ښځو پروړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی د منلو نه دی او څوک چې تاوتریخوالی د "دود" په توګه مني، "تېروتلی دی".

نوموړي وویل، حکومت ژمن دی چې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي په مخنیوي کې همکاري وکړي.

ده وویل، ښځو ته باید د دوی شرعي او قانوني حقونه ورکړل شي.

ولسمشر غني د دغه وجهي صندوق د پرانیستلو پرمهال له یاد صندوق سره له خپله جیبه هم نغدي مرسته وکړه، او زیاته یې کړه چې د کابینې غړو هم له دې صندوق سره د سلواغې میاشتې د تنخوا د ۱۵ سلنې پیسو د ورکړې ژمنه کړې ده.

ولسمشر غني د وجهي صندوق پرانیستلو پرمهال له دغه صندوق سره له خپله جیبه هم مرسته وکړه

د عکس سرچینه، arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني د وجهي صندوق پرانیستلو پرمهال له دغه صندوق سره له خپله جیبه هم مرسته وکړه

په وروستیو کلونو کې له افغان مېرمنو سره تاوتریخوالی ډېر شوی، چې په ګڼو پېښو کې له ښځو سره زړه بوږوونکی چلند شوی دی.