" وسله والې ډلې دې پر ملکیانو قصدي بریدونه ودروي"

د عکس سرچینه، website
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې له وسله والو ډلو غوښتي چې په چټکه دې پر ملکي وګړو قصدي بریدونه ودروي.
تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدکوونکي په کابل کې د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو بس موټر په نښه کړ چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او لږ ترلږه ۲۵ نور ټپیان شول.
ددې برید مسوولیت طالبانو پرغاړه واخست.
د بشري حقونو سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوی، د موبي ګروپ پر کارکوونکو ځانمرګی برید، "په افغانستان کې د آزادو رسنیو د فعالیت کمزورې کولو لپاره یوه قصدي کړنه وه".
په افغانستان کې ددې سازمان څېړونکې پتریشا ګوسمن ویلي: "خبریالان او نور ملکي وګړي، پوځي هدف بلل، واقعیت نه بدلوي. پر خبریالانو او ملکیانو قصدي بریدونه کول لکه جنګي جرمونو دي."

د عکس سرچینه، BBC
د تېرې ورځې ځانمرګی برید څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د افغانستان د "طلوع" او "یک" ټلویزیونونه د کندوز جګړې پرمهال پر نه بې طرفۍ تورن کړل او اعلان یې وکړ چې ددې شبکو دفترونه او کارکوونکي دوی ته پوځي هدفونه دي.
دواړه ټلویزیونه خصوصي دي.
د موبي رسنیزه ډله په افغانستان کې د څو رسنیو او اړونده بنسټونو د امتیاز څښن ده.
نور غبرګونونه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د داووس غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی، دغه برید غندلی او هغه یې "د افغانستان د خلکو پروړاندې نه بښونکی او ډارن عمل" بللی دی.
د افغانستان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د موبي ګروپ پر کارکوونکو پرونى برید به کله غندلی او هغه یې "ترهګریز او ډارن" اقدام بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) په خپل ټویټر کې ددې برید "مسوولان" غندلي او ویلي چې تردې برید وروسته کابل کې د رسنیزو کارکوونکو پر امنیت سخت "اندېښمن" دي.








