افغانستان – ایران د سرحدي نښو مدرنیزه کولو هوکړه کړې

د عکس سرچینه، CEO
د افغانستان دولت د اجراییه رییس دفتر ویلي، ایران ته د عبدالله عبدالله د سفر په لړ کې کابل او تهران هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د پولې د نښو او اسنادو د مدرنیزه کولو چارې پیل شي.
د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې چې رسنیو ته لېږل شوې راغلي، دواړو لوریو منلې چې ددې طرحې د بشپړې پلې کېدو او دوام لپاره، د پولې د نښو مدرنیزه کولو په موخه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په مشرۍ مختلط کمیسیون ژر په کار پیل وکړي.
پردې سربېره پولې ته څېرمه ولایتونو کې د پرمختیا په موخه دواړو لوریو د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او هوکړه شوې چې ددې کار لپاره په ګډه طرحې جوړې کړي.
دواړو لوریو ویلي، ددغو طرحو پلي کېدو سره د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادنو ګاونډیو ولایتونو پر تولیداتو د تعرفې د کمولو خبره هم شوې ده. ټاکل شوې د دغو ګاونډیو ولایتونو د تولیداتو نوملړ هم جوړ شي.

د عکس سرچینه، CEO
د دواړو لوریو د هوکړې بله برخه دا ده چې د افغانستان د رېل پټلۍ کارکوونکو ته په ایران کې د عملي زده کړو لنډ روزنیز کورسونه برابر شي.
همداراز دواړو هېوادونو منلې، د افغانستان د رېل پټلۍ کارکوونکو ته د ایران د ټکنالوژۍ وزارت سره په همغږۍ د رېل پټلۍ په بېلابېلو رشتو کې د لسانس او فوق لسانس په کچه په حضوري او یا هم د انټرنټ له لارې زده کړې ورکړل شي.
ددې ترڅنګ ایران ژمنه کړې د خواف – هرات ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پاتې برخه ژر ترژره بشپړه او ګټې اخستنې ته چمتو کړي. دوه اړخېزو هوکړو ته په کتو، ایران د رېل پټلۍ سلاکاران د مشورتي خدمتونو لپاره افغانستان ته ولېږي.
ورسره دواړو لوریو د توکو د لېږد رالېږد لپاره د افغانستان له لارې منځني اسیا او چین ته د ایران ریل پټلۍ پر غځولو ټینګار کړی.
ټاکل شوې د اورګاډي کوريډور (لارې) پنځو هېوادونو افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغیزستان او چین استازيو راتلونکې غونډه په پلازمینه تهران کې جوړه شي.

د عکس سرچینه، CEO
سوداګریزې همکارۍ، بیمه، بانکداري، ارتباطات، لېږد رالېږد، ترانزیت، انرژي، صنایع، د کانونو راایستل، کرنه، ټکنالوژي، تخنیکي خدمتونه او انجنیرۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د هوکړې نورې برخې دي.
دواړو لورو هوکړه کړې، ایران د افغانستان د اتباعو او په تېره بیا سوداګرو او موټرچلوونکو ته د ویزې ورکړه کې اسانتیا راولي.
همداراز دواړو حکومتونو منلې چې د دواړو هېوادونو د پانګوالو او صنعتکارانو ترمنځ د مرستو او لا ډېرو همکاریو لپاره د سوداګرۍ یوه ګډه خونه جوړه شي.
د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ترانسپورتي او ترانزیتي هوکړې چټکول ددې هوکړې بله برخه ده چې سربېره پردې ایران ژمنه کړې د افغانستان د هوایي چلند ادارې کارکوونکو ته د هوایي ترافیک په برخه کې روزنه ورکړي.
دواړو لوریو د هریرود سیند مهم بللی او توافق یې کړی د یوې اړوندې کاري ډلې جوړولو ترڅنګ د هریرود سیند د اوبو وضعیت او ظرفیت مطالعه کړي.
دواړو لورو د هلمند اوبو په تړاو د ۱۳۵۱ کال معاهدې بشپړې پلې کولو ته ژمنتیا ښوولې او او د هلمند اوبو کمیسارانو منظمو ناستو پر ترسره کولو یې ټینګار کړی.








