غني: کابل کې د ناټو اډه د معتادانو د درملنې پر مرکز بدله کړئ

د عکس سرچینه، Camp Phoenix
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په غونډه کې وویل، کابل کې دې د نړیوالو ځواکونو پخوانی فنکس کمپ د معتادینو د استوګنې، درملنې او حرفوي زده کړو په مرکز بدل شي.
د کابل په ختیځ کې د فنکس په نامه اډه چې د نړیوالو ځواکونو اصلي مرکز ګڼل کېده، څوځلې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو شاهده وه.
د لیندۍ پر ۲۵مه له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د کابینې له ځینو وزیرانو سره په ارګ کې د معتادینو د ټولنیز ملاتړ په اړه خبرې وکړې او غوښتنه یې دا وه چې د معتادینو د ډېروالي د مخنیوي لپاره د وزیرانو یوه کاري کمېټه کار وکړي.
ولسمشر له اړوندې کمېټې غوښتي چې د فنکس په نامه کمپ، چې وړاندې د نړیوالو ځواکونو له خوا کارول کېده، د معتادینو د اوسېدو، درملنې او حرفوي زده کړو پر مرکز بدل شي.
اقتصاد وزارت، چې د دغې کمېټې غړیتوب لري، وايي، خپل عملي پلان یې چمتو کړی او له سکتوري وزارتونو سره له مشورې وروسته اوس پلي کولو ته تیار دی.
ولسمشر د معتادینو ددغه مرکز د مالي او امنیتي خوندیتوب لپاره کورنیو چارو او روغتیا وزارتونو ته سپارښتنه کړې، چې لازمه بودیجه او امنیتي پرسونل ورته ځانګړي کړي.
د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر څه باندې درې میلیون ډېر کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې ۳۵۰ زره یې له هیرویینو او تریاکو ګټه اخلي.

د عکس سرچینه،
د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په یوه راپور کې ویل شوي، چې هر کال د نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنې تر ۳۵۰ زرو ډېر ډالر لګول کېږي.








