اندرابي د ملي امنيت د سرپرست په توگه کار پيل کړ

جنرال مسعود اندرابي نن د افغانستان د ملي امنيت د سرپرست په توگه کار پيل کړ. دى د رحمت الله نبيل په توگه پرون يې له خپلې دندې استعفا کړې وه ټاکل شوى.

دحکومت اجرايوي ريس عبدالله عبدالله د ښاغلي اندرابي د معرفي کولو پر مهال د پخواني ريس د فعاليتونو ستاينه وکړه.ده وويل " اوسنېو شرايطو کې د ښاغلي نبيل استعفا منل دوى ته اسانه نۀ وو" جنرال رحمت الله نبيل خپل استعفا ليک کې ويلي وو چې " داسې شرايط پرې تپل شوي وو چې له امله يې کار کول ورته محدود شوي وو".

رحمت الله نبيل، مسعود اندرابي او ډاکټر عبدالله عبدلله
د عکس تشریح، رحمت الله نبيل، مسعود اندرابي او ډاکټر عبدالله عبدلله

مسعود اندرابي دوه کالهوړاندې د ملي امنيت رياست د عملياتي معاون په توگه ټاکل شوى . ددې نه وړاندې هغه تر اوو کالو د ملگرو ملتو پراختيايي ادارې کې کار کړى دى.

دى دافغانستان ملي ژبو نه علاوه په عربي، اردو اوانگليسي هم خبرې کوى شي. دى د بغلان اندراب ولسوالۍ اوسېدونکى، دوه لوڼې او يو زوى لري.