د کندوز جګړه کې ګیر خلک: "له اسمان او ځمکې ویشتل کېږو"

د عکس سرچینه، AFP

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي د افغانستان شمال کندوز جګړه کې څه د پاسه سلو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او شپږ زره کسان بې کوره شوي دي.

دغې ادارې په کندوز کې د ملکي خلکو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښوولې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي د ملکي خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

تېره شپه یوځل بیا بهرنیو ځواکونو د کندوز په ښار کې پر طالبانو هوایي بریدونه وکړل.

د کندوز په جګړه کې ښکېلو ځینو عیني شاهدانو ویلي، دوی د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګیر پاتې دي.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل: "کندوز کې هغه وګړي چې د جګړې له کبله په کورونو کې بند پاتې دي، د څښلو اوبه نه لري او له لوږې سره مخامخ دي. که یوڅوک له کوره وځي له اسمانه د الوتکې له خوا ویشتل کېږي او پر ځمکه طالبان ډزې ورباندې کوي. الوتکه دا ګومان ورباندې کوي، چې ګني طالب دی. "

دغه عیني شاهد وايي، دی پخپله د ډېرو ملکي مرګ ژوبلې شاهد دی، او آن ډاکټران هم له روغتونونو نه شي وتلی او په لاره کې له لویو ستونزو او ډزو سره مخامخېږي.

دی زیاتوي، په کورونو کې ماشومان له لوږې او تندې چیغې وهي او ژاړي، چې وضعیت د ناورین لوري ته کشول کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، epa

عیني شاهدان وايي، کندوز کې برېښنا پرې شوې، د اوبو سیستم هم له منځه تللی.

یوه بل عیني شاهد بي بي سي ته وویل، د جمعې په ورځ ګهیځ له پل ارچین نه د تګ پرمهال د بمبارۍ شاهد و، چې په وینا یې په بمبارۍ کې دوه سراچه ډوله موټر، یوه کرولا او یو مازدا موټر یې په نښه کړل، چې په ټولو کې کډوال او د جګړې له سیمې وتونکي خلک سپاره وو.

دی وايي، د بمبارۍ پرمهال یو بم پر یوه کور لوېدلی، چې اووه کسان پکې وژل شوي.

دغه عیني شاهد بي بي سي ته دا هم وویل، چې د جګړې ډزو او بمباریو غږ یې ماشومان له رواني ناروغیو سره مخامخ کړي.

دی زیاتوي، د کندوز ښار ته یې ځان په ډېر زحمت رسولی او هلته په یوه کور کې کلابند دی.

سرچینه وايي، طالبان په موټر سایکلونو ګرځي او د ښار په منځ کې جګړه روانه ده.

د عکس سرچینه، AFP

یو بل عیني شاهد وايي، هېڅ نه پوهېږي چې حکومت د ښار په کومو ځایونو واکمن دی او طالبان چېرې دي.

ارګ

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی د لومړنیو ارزونو له مخې، طالبانو په کندوز ښار کې ملکي خلک ځورولي او د ښاریانو په منځ کې یې وېره او ترهه خپره کړې ده.

ارګ دا ادعا هم کوي، چې ګني طالبانو هلته د خلکو پر پت او عزت تېری کړی، او هغه بندیان یې له بنده خوشي کړي، چې په وژنو او د خلکو د عزت پایمالولو او چور تالان بندیان شوي وو.

د عکس سرچینه، EPA

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې جنګیالیو طالبانو د خلکو او دولتي شتمنیو لوټلو ته مخه کړې ده، او د ځینو حکومتي او تعلیمي ادارو اسناد یې سوځولي دي.

خو وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د کندوز جګړه کې نه د چا مال غلا شوی او نه هم پر چا تېری شوی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP