له ننګرهاره د افغانستان د پارلمان غړی بمي چاودنه کې ټپي شوی

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو تائید کړې چې عبدالغفار قائل نن سهار (شنبه سپتمبر ۲۶) د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی.
ښاغلی قائل د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی دی.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاعبدالزي بي بي سي ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار (شنبه سپتمبر ۲۶) شاوخوا ۱۱ بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوه.
نوموړي زیاته کړه چې د ښاغلي قائل موټر د سرک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شو او دغه چاودنه رامنځته شوه.
ښاغلي عبدالزي همداراز وویل چې په دغه چاودنه کې د عبدالغفار قائل دوه ساتونکي او یوه کوچنی ماشوم هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.




