افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي هڅې

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي لپاره یې پر یوې ملي طرحې کار پیل کړی. بل خوا د خوست قومي مشرانو اجباري ودونه منع اعلان کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په کم عمر کې د نجونو د ودېدو د مخنیوي په موخه یې یو ملي پروګرام پیل کړی دی.
ددغه وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات په یوه ناسته کې وویل، دغه طرحه لیکل شوې ده، چې دوه میاشتې وروسته به د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي په نامه په ملي کنفرانس کې وړاندې شي.
ښاغلی سادات زیاتوي، دغه طرحه د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په ملاتړ او همکارۍ چمتو شوې ده، چې د ټولنې د بېلابېلو ډل، مذهبي مشرانو او حقوق پوهانو نظرونه هم پکې راخیستل شوي.

نوموړي په کم عمر کې د نجونو ودول یو ''نا اسلامي او نا انساني'' عمل وباله، چې په وینا یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه دا ده چې د ټولو دولتي او نادولتي سازمانونو په همکارۍ له پنځلس کلنۍ د ټیټ عمر د کسانو ودول ممنوع اعلان کړي.
د اطلاعاتو او کلتوز وزارت مرستیال دا هم وویل، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو د ارزونو پربنسټ، په افغانستان کې ۱۵ سلنه ودونه د ټيټ عمر پرمهال کېږي، خو ۴۶ نور بیا له ۱۸ کلونو په ټيټ عمر کې کېږي.
هغه وویل، سږ کال دغه شمېره ډېره شوې ده.
د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون قانوني عمر ته له رسېدو وړاندې واده ''تاوتریخوالی'' ګڼلی او اجباري ودونه یې د شخړو د حل په موخه جرم بللی، چې مرتکب یې په لسو کلونو زندان محکومېدی شي.
'اجباري ودونه دې منع شي'
پر همدې مهال، د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې قوي مشرانو پرېکړه کړې، چې د شخړو د حل په موخه دې اجباري ودونه ممنوع اعلان شي.
دا پرېکړه د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ییزو چارواکو له خوا شوې ده.








