چین خپل ثبات د افغانستان له ټیکاو سره تړلی بولي

د چین سفیر دینګ زیجون

د عکس سرچینه، KMO

د عکس تشریح، د چین سفیر دینګ زیجون ژمنه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان په کچه درې زره دولتي مامورینو ته په هغو برخو کې روزنه وکړي، چې افغان حکومت ورته اړتيا لري.

په افغانستان کې د چین سفیر وايي په دې هېواد کې نا امنۍ کولای شې پر چین نېغ په نېغه اغېز ولري.

ښاغلي دینګ زیجون دغه خبره د کندهار له چارواکو سره د لیدنې کتنې پرمهال وکړه.

د چین سفیر وویل: ''د چین ثبات د افغانستان له ټیکاو سره تړلی دی. که په افغانستان کې امنیت او ثبات وي، چین به خامخا ترې اغېزمن وي.''

ده زیاته کړه چې د افغانستان او چین راتلونکی سره تړلی دی. چین د افغانستان ثبات غواړي او ددې ملاتړ کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي.

د چین سفیر ژمنه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان په کچه درې زره دولتي مامورینو ته په هغو برخو کې روزنه وکړي، چې افغان حکومت ورته اړتيا لري.

سفير زياته کړه چي په راتلونکو پنځو کلونو کې به ۵۰۰ تعليمي بورسونه هم افغان محصلينو ته ورکړي.

نوموړي هيله وښوده چې افغان ځوانان په هغه مرکز کې چې د چين له خوا په کابل کې پرانيستل شوی، چينايي ژبه زده کړي، چې د افغانستان او چين اړيکي نور هم پراخ او پياوړي کړي.

د چین له سوېلي کندهار ولایت سره د پراختیايي چارو د چټکۍ او سوداګریزو اړیکو د ډېرولو ژمنه وکړه.

کندهار والي همایون عزیزي د چین له سفیر وغوښتل، چې د سوېلي حوزې لپاره چین په کندهار کې کونسلګري پرانیزي، چې په دې سره به په سوداګریزو اړیکو کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

کندهار والي د چین له سفیر نه په کندهار کې د لمریزې برېښنا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

کندهار والي همایون عزیزي د چین له سفیر وغوښتل، چې د سوېلي حوزې لپاره چین په کندهار کې کونسلګري پرانیزي، چې په دې سره به په سوداګریزو اړیکو کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د عکس سرچینه، KMO

د عکس تشریح، کندهار والي همایون عزیزي د چین له سفیر وغوښتل، چې د سوېلي حوزې لپاره چین په کندهار کې کونسلګري پرانیزي، چې په دې سره به په سوداګریزو اړیکو کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.