د کابل بریدونو کې یو بهرنی ۲۷ افغان پوځيان وژل شوي

اټکل کېږي چې د وژل شویو شمېر ځکه ډېر شي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، اټکل کېږي چې د وژل شویو شمېر ځکه ډېر شي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

په کابل کې افغان امنیتي او ناټو چارواکو ویلي، د کابل په لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز او د ناټو ځواکونو پر یوه مرکز جلا بریدونو لږترلږه یو بهرنی سرتېری، د بهرنیو ځواکونو اته افغان ولسي قراردادیان او ۲۷ افغان سرتېري وژلي دي.

تېره شپه شاوخوا اوه نیمې بجې یوه ځانمرګي برید کوونکي د کابل په لوېدیځ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د پولیسو د روزنیز مرکز په دروازه کې ځانمرګی برید وکړ.

څو ساعته وروسته (د ماسخوتن پر ۱۰ بجو هم د کابل هوايي ډګر ته نژدې د ناټو ځواکونو پر یوه مرکز ډله ییز برید وشو.

افغان چارواکو د نامه نه ښودلو په شرط ویلي، ځانمرګي برید هغه مهال پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول، چې د کابل لوېدیځ افشار سیمه کې د پولیسو د روزنې مرکز ته د ننوتلو دروازې ته ورسېد.

د برید په شېبه کې د پولیسو د روزنیز مرکز محصلین له رخصتیو د ستنېدو او مرکز ته د ننوتلو په حال کې وو.

دوی وايي، ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو یونیفورم درلود، او د پولیسو په کتار کې یې چاودنه وکړه.

افغان چارواکي وايي، په چاودنه کې لږترلږه ۳۰ افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وژل شوي کسان محصلین او ولسي وګړي بللي، چې په وینا یې په پېښه کې تر څلوېښتو ډېر محصلین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

اټکل کېږي چې د وژل شویو شمېر ځکه ډېر شي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

طالبانو د دغه برید پړه منلې ده، خو ادعا کوي چې لسګونه پولیس یې وژلي دي.

طالبانو د دغه برید پړه منلې ده، خو ادعا کوي چې لسګونه پولیس یې وژلي دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، طالبانو د دغه برید پړه منلې ده، خو ادعا کوي چې لسګونه پولیس یې وژلي دي.

په افغانستان کې د 'غوڅ ماموریت' په نامه نړیوالو ځواکونو د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په قصبه سیمه کې د دوی پر مرکز برید شوی.

دغه ځواکونه وايي، په برید کې د ناټو د یوه سرتېري سربېره، د هغوی اته افغان ولسي قراردادیان هم وژل شوي د ناټو دوه نور سرتېري ټپیان شوي، خو برید کوونکي هم وژل شوي.

د وژل شوي بهرني عسکر او د ټپي شویو بهرنیو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د جمعې په ورځ وختي له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د کابل شاه شهید سیمې یوه پوځي ځای ته څېرمه چاودنې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په یاده پېښه کې دوی ته تر ۴۰۰ ډېر ټپیان وروړل شوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ټپیانو شمېر ۲۴۰ کسان اعلان کړی.