ملي امنيت پر ولسمشريزه ماڼۍ د بريد مخنيوی کړی

د افغانستان ملي امنيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، څلور کسان چې غوښتل يې پر ولسمشريزه ماڼۍ، دفاع وزارت او د ايتلافي ځواکونو پر دوو مرکزونو بريد وکړي، نيولي دي.
دوی وايي دغه څلور کسيزه ډله يې د کابل ښار په اتمه ناحيه کې نيولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي نيول شوي کسان د پېښور شورا سره تړاو لري او د کابل په اتمه ناحيه کې نيول شوي دي.
د پېښور او کوټې شورا د طالبانو ډلې مشري په لاس کې لري.
د افغانستان ملي امنيت وايي دغه کسانو له ډيورنډ کرښې اخوا د تيرا په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو زده کړې تر لاسه کړې دي.
افغانستان، ډيورنډ کرښه چې د دواړو هېوادونو تر منځ پرته ده، د پولې په توګه نه پېژني.
د ملي امنيت اداره وايي د دې ډلې له پټن ځای يې د ځانمرګو بريدونو يو واسکټ، ماينونه، چاودنې ته تيار کپسول او اووه مبايل ټليفونونه نيولي دي.
دوی وايي نيول شويو کسانو د کابل ښار په نورو ترسره شويو ترهګريزو بريدونو کې لاس لرل هم منلي دي.








