انیسې رسولي د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه نه شو کړای

د عکس سرچینه، tolo
د افغانستان ولسي جرګې د چارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۷) د سترې محکمې یوه غړي او د افغانستان بانک مشر ته د باور رایې واچولې. خلیل الله صدیق د ۱۰۰ رایو په ګټلو سره د افغانستان بانک مشر شو، خو آغلې انیسه رسولي بیا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ټاکل شوې رایې ونه شوای ګټلی.
د ولسي جرګې په دې ناسته کې سید یوسف حلیم هم د ۱۰۳ رایو په اخیستو وتوانېد چې د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه کړي.
انیسه رسولي د افغانستان په تاریخ کې د سترې محکمې غړیتوب ته لومړنۍ کاندیده شوې مېرمن وه، چې د ۸۸ رایو په اخیستو یې ددې محکمې غړیتوب ترلاسه نه کړ.
په ننۍ ناسته کې ۱۹۲ وکیلانو حضور درلود چې د سترې محکمې د غړیتوب او د افغانستان بانک مشرۍ ته ۹۷ موافقې رایې پکار دي.
د ولسي جرګې استازې شکریې بارکزۍ په ناسته کې وویل، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې ښځو په ستره محکمه کې د یوې ښځینه غړې د بریالیتوب لپاره هڅې کړې او له ولسمشر یې غوښتي چې آغلې رسولي یوځل بیا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره معرفي کړي.
بارکزۍ ننۍ رای اچونه د ښځو په حق کې یوه جفا وبلله، چې په وینا یې د بیا تکرارېدو مخه یې باید ونیوله شي.
خو د جرګې مدیره پلاوي وویل، نن په جرګه کې ۲۱ مېرمنې موجودې وې، که دا جفا وي، شاید خپله ښځو د ښځو په حق کې جفا کړې وي، خو آغلې رسولي د بریا لپاره ایله ۹ نورو رایو ته اړتیا لرله.

د عکس سرچینه، MoJ
سید یوسف حلیم
۵۶ کلن سید یوسف حلیم د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې زیږېدلی. هغه په ۱۳۵۹ کال د کابل پوهنتون کې سیاسي حقون او حقوق لوستي.
نوموړي د عدلیې وزارت په چوکاټ کې اته کاله د حقوقو په علمي څېړنو کې کار کړی. نوموړی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خبرې کوي.
خلیل الله صدیق

د عکس سرچینه، paj
۶۶ کلن خلیل الله صدیق کابل پوهنتون کې اقتصاد لوستی. د افغانستان بانک کې یې کار کړی. نوموړی د یوه خصوصي بانک عامل مدیر هم پاتې شوی.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت له شاوخوا لس میاشتو وروسته د دویم ځل لپاره تېره اونۍ دفاع وزیر، د افغانستان بانک مشرۍ ته کاندید او د سترې محکمې د غړیتوب لپاره دوه کسان ولسي جرګې ته د باور د رایو اخیستو لپاره معرفي شوي وو.
د روانې اونۍ لومړیو کې محمد معصوم ستانکزی د دفاع د وزیر په توګه ولسي جرګې ته معرفي شوی و، چېد باور رایو په اخیستو ونه توانېد.









