وکيلانو معصوم ستانکزي ته د تاييد رايه ور نه کړه

د افغانستان ولسي جرګې محمد معصوم ستانکزی چې افغان ولسمشر اشرف غني دفاع وزارت ته نومولی و د وزير په توګه تاييد نه کړ.
په جرګه کې نن (شنبه، جولای ۴) ۲۱۳ وکيلان حاضر وو او نوماند وزير بايد د حاضرو غړو نيمايي جمع يوه رايې چې ۱۰۷ کېدې خپلې کړې وای.
ښاغلي ستانکزي و نه شو کړای ۱۰۷ رايې خپلې کړي. ده ته وکيلانو ۸۴ د تاييد او ۱۰۴ رد رايې ورکړې.
ولسمشر اشرف غني څو اوونۍ وړاندې ښاغلی ستانکزی د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.
له رايې اچونې وړاندې معصوم ستانکزي د ولسي جرګې استازو ته په خبرو کې وويل چې د امنيت په ټينګښت کې ټول مسوول دي او ټوله پړه یې بايد پر نورو وا نه اچول شي.
په هېواد کې دننه د دفاعي صنايعو پياوړتیا، د موازي ادارو له منځه وړل، د نړیوالو او افغان ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زياتول او په ادارو کې شفافيت يې له مهمو لومړيتوبونو څخه و.
د ملي یووالي حکومت د کابینې په لومړي نوملړ کې پخوانی لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته نومول شوی و، خو و نه توانېد چې د وکيلانو باور خپل کړي.
تر ښاغلي کريمی وروسته افضل لودین دفاع وزارت ته ونومول شو، خو نوموړی پخپله خوښه د دفاع وزارت له نوماندۍ لاس پر سر شو.
محمد معصوم ستانکزی له تېرو څو کلونو راهیسې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر دی، چې د سولې په خبرو کې مهمه څېره بلل کېږي.
ښاغلي ستانکزي د مخابراتو او ټکنالوژۍ د وزیر او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار په توګه کار کړی دی.









