کابل پوهنتون چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي

کابل پوهنتون کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله د پوهنتون دوه استادان ټپيان شوي دي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د امنيت مسول حميدالله منګل بي بي سي ته وويل چې ماين د کابل پوهنتون د ساينس او شرعيات پوهنځي ته نژدې ځای پر ځای شوی و.
ده وويل د چاودنې په وخت کې محصلين په پوهنتون کې نه وو او د پوهنتون ودانۍ ته هم کوم زيان نه دی رسېدلی.
ښاغلي منګل وويل پوليس د پوهنتون دننه ځای پر ځای شوي دي او د پېښې په اړه پلټنه کوي.
تراوسه کومې ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د کابل پوهنتون افغانستان کې تر ټولو لوی پوهنتون دی چې شاوخوا ۲۵۰۰۰ محصلين په کې په زده کړو لګيا دي.
کابل کې د بي بي سي خبريال وحيد پيکان وايي د کابل پوهنتون د ننوتولو درې دروازې لري چې هره دروازه کې له شپږو تر لسو پوليس په ساتنه بوخت دي او هر څوک چې پوهنتون ته ننوڅي تلاشي کېږي.




