افغانستان: د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي کې "زياتوالی راغلی"

د عکس سرچینه، bbc
د رسنيو ازادۍ نړيوالې ورځې په تړاو د ازادو خبريالانو د ملاتړ ټولنه نی وايي په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ملاتړ ټولنې نی مشر صدیق الله توحیدي وايي، سره له دې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له وړاندې توشیح شوی، خو په باور یې د دې تر څنګ چې نه دی پلی شوی د ملي وحدت د حکومت له خوا نوي بندیزونه هم پرې لګیدلي دي.
د نی ټولنې مشر صديق الله توحيدي وايي په تېر يوه کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۰۵ پېښې رامنځ ته شوې او همدارنګه څلور خبريالان وژل شوي دي.
د ښاغلي توحيدي په وينا تېر کال د تاوتريخوالي ۷۸ پېښې ثبت شوې وې. دی وايي دولت په دې پېښو کې ۴۷ سلنه لاس لري.
ده زياته کړه په دې پېښو کې ۴۷ سنله دولت، ۱۲ سلنه خپله رسنۍ، ۱۸ وسله وال طالبان او ۲۰ سنله نورې بېلا بېلې ډلې لاس لري.

د عکس سرچینه، bbc
افغانستان له خبريالانو سره د ملاتړ ګڼې ټولنې لري خو د ښاغلي توحيدي په وينا ۵۱ سلنه خبريالان چې له تاوتريخوالی سره مخامخ کېږي هېڅ کومې ټولنې ته د مرستې لپاره نه وړاندې کېږي.
په افغانستان کې خبریالان داسې مهال د رسنيو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځي چې د دریو ورځپاڼو چلوونکي د رسنیو د سرغړونې د څیړنې کمیسیون له خوا پوښتنو ته بلل شوي.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه راغليو خبریالانو د خپلو خپرونو په تړاو یو نندارتون هم وړاندې کړ، چې تر ډېره یې د خپلو رسنیو خپرونې نندارې ته کېښودې او له هغو ستونزو یې هم پلو پورته کړ چې دوی ورسره په ورځنیو چارو کې لاس او ګریوان دي.
نندارتون ته راغلیو خبریالانو ویل دا ډول نندارتونه تر ډېره خبریالان له یو بل سره نژدې کولای او د يو بل له تجربو خبرولای شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې چې د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه خپره شوې راغلي، چې دا مهال حکومت تر ډېره د ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دی او په وينا یې د خبریالانو سره د زور زیاتي له پېښو ښه خبر دی ، خو وايي چې لا هم افغان حکومت په خپلو هغو ژمنو ټینګ ولاړ دی چې د بیان د ازادۍ او خبریالانو د خوندیتوب په اړه یې کړې دي.

د عکس سرچینه، bbc








