د خبریالانو د حقونو خونديتوب په اړه اندېښنې

د عکس سرچینه، bbc
د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب کمیټې یوه نوې سروې ښیې چې په افغانستان کې د سیمه يیزو خبریالانو د کار کولو حالت دردونکی دی.
د دغو څېړنو د پایلو پر بنسټ په افغانستان کې خبریالان کاري خوندیتوب نه لري.
د رسنيو مشران هر کله چې وغواړي له کوم دليل پرته خبريالان له کاره ګوښه کولای شي.
ټاکل شوې د دغې سروې موندنې د افغانستان عدلیې وزارت ته وسپارل شي، چې د خبریالانو د حقونو په خوندي کولو کې ترې ګټه واخلي.
دغه ټولپوښتنې د افغانستان په اتو ولایتونو کې ترسره شوې، چې نژدې ۵۰ تنو نارینه او ښځينه خبریالانو په کې ګډون کړی و.
دغو موندنو روښانه کړه چې د خبریالانو په کاري قراردادونو کې لويې ستونزې شته.
ډېر شمېر کسانو ویلي له هغو رسنیو سره چې کار کوي د کار قراردادونه نه لري او یا یې هم له کمې ګټې ناخوښ دي.
د هغوی له ډلې چې پوښتنې ترط شوې، ۸۴ سلنې يې ویلي د رسنیو مشران هر وخت چې وغواړي دوی له کاره لرې کولی شي او په قرار دادونو کې یې هم د ګوښه کولو په هکله څه نه دي ویل شوي.
د دغه سروې موندنې ښیې چې د قراردادونو پاڼې خبریالانو ته نه ورکول کېږي، د خبریالانو له لاسلیک وروسته هم په قرار دادونو کې لاس وهنې کېږي.
د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي وایي له کومې خبرتيا پرته په ناقانونه توګه خبریالان له کاره ګوښه کېږي چې دا د قانون خلاف کړنه ده.
د سیمه يیزو رسنیو ډېر شمېر خبریالان د دغې سروې موندنې تایدوي.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا دوه زره خبریالان کار کوي.
د دغې کمیټې موندنې ښیې هغه خبریالان چې له دولتي رسنیو سره کار کوي قرار دادونو يې ښه او حقونه یې هم خوندي دي.








