۲۰۱۴ د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال

په افغانستان کې زبیر حاتمي اتم خبریال و چې د روان میلادي کال په ترڅ کې د ناامنیو قرباني شو.
د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د افغانستان حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه د رسنیو ازادي ده.
خو دغه لاسته راوړنه په اسانه لاس ته نه ده راغلې، له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې څلویښت خبریالان په دغه هېواد کې وژل شوي، چې دوه یې د بي بي سي سیمه ییز خبریالان وو.
خو ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې تر تېرو هغو د خبریالانو لپاره ډېر خونړی و.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ځوان خبریال زبیر حاتمي پر مړینه خواخوږي ښولې
په کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې وايي، د زبیر کور ته تللی وو. هغه دویشت کلن فلم اخیستونکی چې له سیمه ییز تلویزیون (میترا) سره یې کار کاوه.
مړی یې د کور د انګړ په یوې خوا کې اېښې وه، چې د کورنۍ غړي همکاران او همځولي ترې چاپېره وو.
نوموړی لس ورځې وړاندې، د استقلال ښوونځي د فرانسې په کلتوري مرکز کې د یوه ځانمرګي برید له امله ژور ټپي شو، چې تېره شپه یې ساه ورکړه.
د خبریالانو د خوندیتابه بنسټونه وایي دوی چمتو وو، چې زبیر یې د درملنې په موخه له هېواده بهر لېږدولی وای.
خو ډاکټرانو له دې امله چې د نوموړي بډوډي او زړه ژور ټپي شوي وو، هغه ته د بهر کېډو اجازه ورنه کړه.
په یاد ځانمرګي برید کې د زبیر بدن له زرو ډېر ټپونه لیدلي و.
زبیر حاتمي د ډېر شمېر نورو قربانیانو په څېر په کورنۍ کې یوازېنی ډوډۍ پیدا کوونکی او د خپلې معلولې مور دوه وروڼو او یوې زده کوونکې خور یوازېنۍ هیله وه.
د افغانستان د ازادو رسنیو د څار ادارې مشر صدیق الله توحیدي وایي وروسته له دې باید زیانمنو خبریالانو ته د مرستې یوه کمیټه جوړه شي.
د زبیر په جنازه کې ګډون کوونکي خبریالان خواشیني او غوسه وو، دغه خبریالان وایي هغه ځانمرګي بریدګر چې د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي نیول کیږي د هغه له خوشي کولو دې ډډه وشي.
ولسمشر

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د زبير حاتمي پر مړينې خواخوږي او خفګان ښوولی.
په افغانستان کې خبریالان نه یوازې دا چې د وسلوالو مخالفینو له ګواښ سره مخامخ دي، بلکې د ځینو نورو کړیو له خوا هم تر فشار لاندې دي.
تېره ورځ، (شنبې/لیندۍ ۲۸) د شمالي کندوز ولایت پولیسو دوه سیمه ییز خبریالان وهلي او ټکولي دي.
په ۲۰۱۳ کې افغانستان کې درې خبریالان او په ۲۰۱۲ کې دوه خبریالان وژل شوي وو.








