"افغانستان کې به ژر د انټرنیټ رامنځ ته شوې ستونزه حل شي"

د افغانستان په ختیځ کې د زیانمن شوي نوري فایبر د بیا رغاونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، اړوند چارواکي وايي، چې د انټرنیټ د کم سرعت او نشتوالي ستونزه به ژر هواره شي.
د نیټ نشتوالي او پڅې چټکتیا له دریو ورځو راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې دنیټ کارونکو ته ستونزې پیدا کړې دي،د ننګرهار یوه سیمیز چارواکي ویلي چې ګواکې د نوري فایبر کیبل د اورپکو له خوا په چاودیدونکو توکو سره پرې شوی وي.
مصطفی سالک په دې اړه رپوټ کې کاږي: اړوند چارواکي وايي، چې په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې انټرنیټ ځکه پڅ یا پرې دی چې د حکومت وسلوالو مخالفانو د نوري فایبر لوی مزی په چاودیدونکو توکو له منځه وړی دی.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د سنبالښت د برخې مشر خیر محمد فیضي بي بي سي ته وویل، چې د نوري فایبر تاسیسات له ډیورنډه هاغه پلو په لواړګي کې ویجاړ شوی،خو ډاډ یې ښوده چې کار پرې روان دی او ستونزه به ژر هواره شي.
خو د ننګرهار ولایت یوه سیمیز چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي،بیا ویلي دي چې د نوري فایبر کیبل د جلال اباد تورخم پر لویه لاره بټي کوټ ولسوالۍ کې د حکومت د وسلوالو مخالفانو له خو د بم ایښودنې په پایله کې پرې شوی دی.
د انټرنیټ نشتوالي او پڅوالي په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې نیټ کارونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
افغانستان له خپلو ۵ ګاونډیو هیوادونو سره د نوري فایبر د انټرنیټ په مټ تړلی دی.
د نیټ د سنبالښت د برخې چارواکي وايي، چې ډیر ولایتونه د شمالي او لویدیځو ګاونډیانو له لارې انټرنیټ سره تړلي دي،خو سویلي او مرکزي سیمو ته د پاکستان له لوري نیټ رالیږدول شوی.
په ۲۰۰۲ میلادي کال کې افغانستان د ثانیې پر کچه ۲ میګا بایټه انټر نیټ درلود،خو تیر میلادي کال دا کچه په یوې ثانیې کې ۱۶ ګیګا بایټو ته پورته شوه.








