د طالبانو په ملاتړ د مشرف اعتراف، که د 'دوه مخې' جګړې پای؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف د لومړي ځل لپاره منلې ده، چې د هېواد څارګره اداره 'آی اېس آی' یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي د ادارې د کمزورې کولو لپاره د طالبانو روزنې ته بیا لاس اچولی دی.
ښاغلي مشرف چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان پوځي مشر ولسمشر پاتې شوی، له بریتانیایۍ <bold><italic><link type="page"><caption> ګارډین</caption><url href="http://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban" platform="highweb"/></link></italic></bold> ورځپانې سره په مرکه کې ویلي، پاکستان له دې کبله د طالبانو د روزنې لپاره ملا وتړله، چې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د ده په وینا د پاکستان د ستر سیال هند ملاتړی حکومت کمزوری کړي:
''رښتیا هم موږ دداسې ډلو په لټه کې وو چې وکړای شي د پاکستان پر وړاندې د دا ډول ګام اخیستو مخه ونیسي. همدا وو چې د څارګرو دنده مطرح شوه. د پاکستان استخباراتو له طالبانو سره اړیکي ونیول''.
جنرال مشرف پخپله مرکه کې وايي، اوس هغه وخت راغلی چې له نوي افغان ولسمشر اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي؛ ځکه چې د ده په اند ښاغلی غني ''په سیمه کې د سولې وروستۍ هیله ده''.
د پاکستان دغه پخواني پوځي مشر دا هم ویلي چې ''ولسمشر کرزي د پاکستان پروړاندې کار کاوه،او موږ هم د ده په ګټه کار کاوه. طبیعي وه چې موږ به خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکاوه. خو اشرف غني هڅه کوي د تلې دواړې پلې په یو انډول وساتي. موږ هم باید د هغه لاسنیوی وکړو.''
که څه هم مشرف په ډاګیزو خبرو مشهور دی، خو دغه څرګندونې د هغو تورونو د منلو یوه ښه بېلګه ګڼل کېږي، چې افغان دولت یې له تېرو څو کلونو راهیسې پر پاکستان لګوي.

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان د ښاغلي مشرف د مشرۍ په کلونو کې د پاکستان پر حکومت د وسله والو طالبانو، په تېره بیا د حقاني شبکې د وسله والې کولو او هغوی ته د پوځي روزنې په ورکولو تورونه لګول، او پر آی اېس آی یې دا تور لګاوه چې افغانستان ته ځانمرګي برید کوونکي رالېږي او د جګپوړو افغان مشرانو د وژلو پلانونه جوړوي.
دا چې پر افغانستان د امریکا تر یرغل مخکې هم پاکستان د طالبانو تر ټولو مهم ملاتړی و، خو د سپتمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، ښاغلی مشرف د ''ترهګرۍ ضد جګړې'' کې د امریکا تر ټولو مهم ملاتړی شو.
خو د جنرال مشرف وروستۍ څرګندونې د ځینو لوېدیځ دیپلوماتانو او شنونکو هغه ادعاوې ثابتوي، چې ویل به یې پاکستان په جګړه کې دوه مخی رول لوبوي؛ له یوې خوا د ترهګرۍ پرضد پیل شوې جګړه کې ظاهراً ځان د امریکا ملاتړی ښيي، له بل پلوه ''ترهګر'' روزي او پناه ورکوي چې په افغانستان کې وجنګېږي.
د افغانستان د قومي جوړښت په اړه هم د مشرف څرګندونې نوې نه دي. هغه څو ځلې ویلي وو چې پښتانه د پاکستان 'طبیعي متحدان' دي؛ همدا ده چې د افغانستان سیاست کې د پښتنو د رول په اړه اندېښنه لري.
د ښاغلي مشرف دا ډول څرګندونې ډېر کله د افغانانو له خوا رد شوې دي.
د طالبانو تر سقوط وروسته، په افغانستان کې د هند نفوذ ډېرېدو پاکستان اندېښمن کړی، خو پاکستان د افغانستان په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د هندي کونسلګریو پر جوړېدو نیوکه کړې او ادعا لري چې ګني د افغانستان له لارې هند د پاکستان له بېلتونپالو ډلو سره خوله خوږه کړې او هغوی لاډېرو فعالیتونو ته لمسوي.
خو افغانان تر ډېره پخپل هېواد کې د هند له نفوذ نه د پاکستان وېره بې ځایه بولي، ځکه افغانستان باید له هر بل هېواد، په تېره بیا له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره نېک اړیکي وپالي.
د افغانستان نوی ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدا وروسته پاکستان ته د سفر کولو شرط د سولې خبرو پیلولو کې نغښتی بللی و، خو لومړی رسمي بهرنی سفر یې پاکستان ته و.
پاکستان ته د ښاغلي غني تر سفر وروسته، کابل ته د پاکستاني پوځي او ملکي مشرانو سفرونه هم ډېر شول.
اشرف غني د پاکستان په تړاو بېل سیاست غوره کړی او غواړي چې دداوړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د پخوا په پرتله لا ډېر ښه وي.

که څه هم ښاغلي غني هند ته سفر نه دی کړی، خو ځینې شنونکي وايي، ښاغلی غني غواړي د افغانستان په اړه د پاکستان نظر مثبت لوري ته واړوي او پاکستان ته ځان ښه ورنژدې کړي.
په تېر دسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د خیبر پښتونخوا پر یوه پوځي ښوونځي تر خونړي برید وروسته هم پاکستان کې یو ډول بدلون ترسترګو کېږي، چې ددغه هېواد دولت او سیاسي ګوندونه له افغانستان سره د همکارۍ او همغږۍ لپاره ګامونو اخیستو ته چمتووالی نیولی دی.
خو ددوی دغه هڅې هم پاکستان او هم افغانستان کې د ننه له لویو ننګونو سره مخامخ شوې دي، او هېڅ داسې ضمانت نشته چې د پاکستان پوځ دې د تېرو کلونو تجربه تکرار نه کړي.
د ځینو شنونکو په اند، د افغانستان څپ څپانده سیاسي وضعیت ته په کتلو سره، ددغه هېواد نوی نظام، له خپلو ګاونډیانو سره لکه څرنګه چې ښايي، داسې اړیکي ونه شي ساتلی.








