کندوز کې پنځه ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي

د افغانستان شمالي کندوز ولایت امنیتي چارواکي وايي، پر امنیه قومندانۍ پنځه واړه ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي دي. دوی وايي دوو یې په لومړي سر کې د قومندانۍ مخې ته ځانونه وچوول، او درې نور له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي ګهیځ نژدې ۱۰ بجې لومړی د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو، چې وايي له هغه یو ساعت وروسته هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
عیني شاهدان وايي چاودنه ډېره درنه وه، چې وايي له کبله یې د چاودنې له ځایه تر ۱۰۰ متره پورې د ودانیو کړکیو هندارې ماتې شوې دي.
ځايي سرچینې وايي چاودنه د امنیې قومندانۍ دروازې کې شوې ده.
ځايي چارواکو تر اوسه د برید څرنګوالي یا هم پکې د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي. خو وسله والو طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی دی.
د کندوز امنیې قومندانۍ د ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري او په شاوخوا کې یې مرکزي زندان او یو شمېر نورې دولتي ودانۍ او د ولسي خلکو د استوګنې ځایونه هم موجودې دي.
د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي، په برید کې پنځو وسله والو برخه لرله، چې لومړی ځانوژونکو برید کوونکو د پولیسو مرکز په دروازه کې ځانونه چوولی او درو نورو ته یې لاره هواره کړې ده.
د پولیسو دغه ویاند وايي، تر یوه ساعته نښتې وروسته پولیسو درې برید کوونکي وژلي دي. سرچینه وايي، په برید کې یو پولیس هم ټپي شوی، خو د ولسي وګړو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویليو له چاودېدونکو توکو یوه ډکه ټویټا راغله د پولیسو په جامو کې کسان ترې کوز شول.
دوی وايي، په سیمه کې یې ځینې ټپیان ولیدل، خو د روغتون چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.








