وسله والو د سنګچارک ولسوالۍ د امنیې قومندان وژلی

چارواکي وایې چې په دغه برید کې نور چاته ته مرګ ژوبله نه ده پیښه شوې.
د عکس تشریح، چارواکي وایې چې په دغه برید کې نور چاته ته مرګ ژوبله نه ده پیښه شوې.

د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې د سنګچارک ولسوالۍ د امنیې قومندان د دولت د وسلوالو مخالفینو په یو کمین کې وژل شوی دی.

د سرپل د والي ویاند حامد علمي بي بي سي ته وویل چې د سنګچارک دامنیې په قومندان حکیم بیګ داسې محال برید وشو چې د سرپل له مرکز نه دغه ولسوالۍ ته پر لاره و.

نوموړي ته د سنګ توده په سیمه کې د دولت د وسلوالو مخالفینو له لوري کمین نیول شوی وی.

چارواکي وایي چې په دغه برید کې نور چاته ته مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د دولت د وسلوالو مخالفیو او طالبانو د فعالیتونو له کبله په دې وروستیو کې د سرپل د امنیت حالت خراب شوی دی.

یوه اوونۍ وړاندې د سرپل له مرکز سنګچارک او بلخاب ولسوالیو ته پر غځېدلي لاره په ملکي ګاډو هم بریدونه شوي وو چې دوه مېرمنۍ په کې ټپي شوې وې.

په سیمه کې ځایي خبریالان وایي چې دغلته د دولت د مخالفینو د فعالیتونو لمن د ښار تر دروازو را رسېدلې ده.

په پام کې وه چې دغه ولایت کې پوځي عملیات تر سره شي خو تر اوسه په کې د لویو لارو د امنیت د ښه والي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.

ان تر دې چې د دغه ولایت د امنیې قومندان نور حبیب ګلباري رسنیو ته وویل چې د بلخاب، ګوسفندي او سنګچارک ولسوالیو اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز ته د راتګ پر مهال پولیسو ته خبر ورکوي چې دوی یې امنیت ونیسي، هغه چاره چې نا ممکنه برېښي.