ولسمشر اشرف غني پاکستان ته ورسېد

ښاغلی غني به په دغه سفر کې له یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو سره هم وګوري

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ښاغلی غني به په دغه سفر کې له یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو سره هم وګوري

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا له پاکستاني چارواکو سره د کتنې په موخه نن(نوامبر ۱۴) سهار اسلام اباد ته په سفر لاړل.

د دغه سفر مقصد د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د خپل منځي اړیکو ښه کول دي، چې پر یوه بل د شکونو او دوه اړخیزو تورونو له کبله ډېری وخت ترینګلي شوي دي.

سپتامبر میاشت کې د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د ښاغلي غني لومړنی سفر دی.

د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه سفر د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په رسمي بلنه ترسره شوی.

خبر پاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې دغه سفر به دوې ورځني وي او ښاغلی غني به د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین، لومړی وزیر نواز شریف، د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره به لیدنه وکړي.

ښاغلی غني به په دغه سفر کې له یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ له ډلې سره هم وویني.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر، د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود،د اجرايي ریس لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو، مالیې، پوهنې، سوداګرۍ او صنایعو، سرحداتو او قبایلو سرپرست وزیران، د وزیرانو د شورا دارالانشا مشر، د افغانستان لوی درستیز، د سولې عالي شورا مشر او د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي په دغه سفر کې له ښاغلي غني سره ملګري دي.

د افغانستان د ولمسشر په توګه دا د ښاغلي غني لومړی سفر دی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د افغانستان د ولمسشر په توګه دا د ښاغلي غني لومړی سفر دی

له نوموړي مخکې مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان له دې کبله نیوکه کوله، چې وايي، افغان طالبانو او نورو سخت دریځو وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وايي، کابل باید د پولې بلې غاړې ته د بریدونو مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.

کرزي په بیا بیا یې اعلان کړی و، چې د افغانستان سوله له پاکستان سره تړلې ده که چېرې دغه هېواد مرسته وکړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې خنډ و نه ګرځي افغانستان به سولې ته ورسېږي.