اروزګان کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

د عکس سرچینه،
د ارزګان د مرکز ترينکوټ په (اب برده) سيمه کي کې يوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي په ډزو وژلي، چې بیا وروسته قاتل هم د پولیسو په ډزو وژل شوی.
د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، دغه پېښه نن چهارشنبې سهار شاوخوا لس بجې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د رحیم الله په نوم یوه کس له خپل پلار سره تر شخړې وروسته د خپلي کورنۍ پر غړو ډزې وکړې او شپږ تنه يې ووژل.
ښاغلي ناياب وایي، د رحيم الله په ډزو کې د هغه پلار، ورور وراره او درې مېرمنې وژل شوي دي.
په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، له پېښې وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي چې د رحیم الله په نوم دغه کس پر پولیسو هم ډزې پیل کړې.
د اروزګان د والي ویاند زیاتوي، د پولیسو په ځوابي ډزو کي رحیم الله وژل شوی او دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي.
کورنی تاوتریخوالی
که څه هم چارواکي دغه پېښه له کورني تاوتریخوالي سره تړي، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د کورني تاوتريخوالي اصلي لامل څه دى.
وړاندې تر دې یوه ورته پېښه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې وه.
که څه هم چارواکو هغه مهال د پېښې د رامنځته کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړي و، خو وروسته څرګنده شوه چي دغه کس او د کورنۍ غړي یې د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوي وو.
د روان ۲۰۱۴ کال په تېر اګست کې د اروزګان مرکز ترینکوټ کې یوه پولیس خپل شپږ ملګري لومړی بې هوښه کړي او بیا یې STYاروزګان کې افغان پولیس خپل شپږ ملګري وژلياروزګان کې افغان پولیس خپل شپږ ملګري وژليپه کابل کې د افغان ملي پوځ په یونیفورم کې د یوه کس په ډزو د جګپوړي امریکايي جنرال تر وژل کېدا څو ساعته وروسته، د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یوه افغان پولیس خپل شپږ ملګري لومړی بې هوښه کړي او بیا یې په ډزو وژلي او تښتېدلی.2014-08-06T08:02:14+00:002014-08-06T08:20:35+00:002014-08-06T08:20:35+00:002014-08-06T09:33:52+00:00PUBLISHEDpstopcat2 وو.
بل خوا، د هلمند مرګز لښکرګاه کې یوه STY35183912هلمند کې ځانمرګي برید څلور پولیس یوه نجلۍ وژليهلمند کې ځانمرګي برید څلور پولیس یوه نجلۍ وژليد افغانستان سوېلي هلمند ولایت کې ځانمرګي برید یوه لس کلنه نجلۍ او څلور پولیس وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي. دغه موټربم برید مرکز لښکرګاه کې د نوزاد ولسوالۍ د پولیسو د پخواني مشر عبدالله خان د کور مخې ته شوی دی.2014-10-08T07:53:56+00:002014-10-08T08:14:02+00:002014-10-08T08:14:02+00:002014-10-08T11:43:40+00:00PUBLISHEDpstopcat2لږترلږه درې کسان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.








