اروزګان کې چاودنې ۱۳ کسان ټپیان کړي دي

راپورونه وايي دغه کسان د منار په څلور لارې کې د اختر مېلې ته راټول شوي و، چې چاودنه پرې وشوه
د عکس تشریح، راپورونه وايي دغه کسان د منار په څلور لارې کې د اختر مېلې ته راټول شوي و، چې چاودنه پرې وشوه

د افغانستان په سويل کې چارواکي وایي په ارزګان ولايت کې يوې بمي چاودنې لږترلږه ۱۳ ملکيان ټپيان کړي دي.

د ارزګان ولايتي چارواکي وايي پېښه سهار شاوخوا شاوخوا لس بجې (چهارشنبه، جولای ۳۰) د مرکز ترينکوټ په منار څلور لارې کې وشوه.

راپورونه وايي پیښه د مرکز ترينکوټ په هغه مېله ځای کې شوې چې خلک په کې د اختر خوښيو لمانځلو لپاره راغونډ شوي وو.

چارواکي وايي چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوه چې د ایسکریم په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي و، خو ځينې چارواکي وايي بم د کثافاتو په يوه ټوکرۍ کې ځای پر ځای شوي و.

د اروزګان د امنیت آمر اسلم خان کوچی وایي په دغه چاودنه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې دوه یې پولیس او پاتې نور یې ولسي وګړي دي.

د اروزګان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزی مدیر ګلاب خان که څه هم د پیښې پخلی کوي خو دا یې نه دي ويلي چې د بريد هدف څوک و.

مامون درانی په خپل راپور کې وايي، روغتيايي چارواکي وايي د پیښي له ځای نه روغتون ته اته کسه وروړل شوي چې په خبره يې ټول ولسې وګړي دي.

تر دې دمه د دغې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ او غور ولايتونو کې د شويو بريدونو پړه هم هېڅ وسلوالې ډلې پر غاړه وانخيسته.

افغان ولسمشر حامد کرزي د وروستيو دوو مياشتو ناامني په تېرو ۱۴ کلونو کې بې سارې بللې ده.

کابو يوه اوونۍ وړاندې په غور ولايت کې ۱۴ کسان له موټرو ښکته کړای شول او بيا په ډزو ووژل شول.

تر اوسه د دغې پېښې مسووليت هم چا نه دی منلی، خو افغان حکومت يې پړه پر وسلوالو مخالفينو اچوي.