افغانستان له نړیوالې ټولنې ۵۳۷ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته غوښتې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د مالیې وزارت د حکومتي کارکوونکو د تنخاګانو او نورو اړوندو لګښتونو پوره کولو لپاره له نړیوالې ټولنې ۵۳۷ میلیون ډالر "بېړنۍ" مرسته غوښتې ده.
وړاندې، "<link type="page"><caption> واشنګټن پوسټ</caption><url href="http://www.washingtonpost.com/world/asia_pacific/afghan-official-says-the-government-has-nearly-run-out-of-money-needs-us-bailout/2014/09/16/73d9e0fe-3daa-11e4-b0ea-8141703bbf6f_story.html" platform="highweb"/></link>" ورځپاڼې د مالیې وزارت د یوه چارواکي له قوله پخپل راپور کې ویلي وو، که چېرې له افغانستان سره دغه مرسته ونه شي، په روانه میلادي میاشت کې به د خپلو څه باندې پنځو سوو زرو کارکوونکو تنخاګانې ورنه کړای شي.
خو د مالیې وزارت ویاند وايي، د ټاکنیزې لانجې د اوږدېدو له کبله، ملي عواید ۲۵ سلنه راټیټ شوي، خو حکومت لاهم د خپلو کارکوونکو د حقونو ورکولو توان نه لري.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اوږېدو د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.
که څه هم د هېواد د اقتصادي کړکېچ په اړه روښانه انځور نه دی ورکړل شوی، خو د مالیې وزیر وړاندې د ټاکنیز بهیر د ټکني کېدو له کبله د اقتصادي زیان اوښتو خبرداری ورکړی و.
خو اوس له نړیوالې ټولنې د مالیې وزارت غوښتنه دا ده چې له دغه هېواد سره ۵۳۷ میلیون ډالري "بېړنۍ" مرسته وکړي، چې د سرچینې په وینا، نور د خپلو کارکوونکو د تنخاګانو د ورکولو توان نه لري.
اوس د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني، له نړیوالې ټولنې د "بېړنۍ" مرستې او موجوده اندېښنې په اړه بي بي سي ته وویل:
"دا مهال زموږ ۲۵ سلنه ملي عواید کم شوي، چې مستقیماً زموږ پر عادي بودیجه اغېز لري. موږ له نړیوالې ټولنې ۵۳۷ میلیون ډالر غوښتي، چې زموږ د بودیجې ستونزې حل شي. که چېرې دغه مبلغ موږ ته ورسېږي، په راتلونکي مالي کال کې به موږ له کومې ستونزې سره مخامخ نه شو."

د عکس سرچینه، Getty
تر اوسه کره مالومات نه شته، چې نړیواله ټولنه به تر کومه بریده د کارکوونکو د تنخاګانو او نورو اړینو لګښتونو د پوره کولو لپاره د افغان حکومت څومره لاسنیوی وکړي، خو ښاغلی جیلاني هیله مند دی، چې تر دوو اونیو پورې به ستونزه حل شي:
"له نړیوالې ټولنې او امریکايي حکومت سره زموږ ناستې روانې دي، ښه پرمختګ مو کړی، هیله من یو چې تر تر یوې- دوو اونیو پورې به دغه نړیواله مرسته موږ ته ورسېږي او د بودیجې کسر به پکې وباسو."
د مالیې وزیر <link type="page"><caption> حضرت عمر زاخېلوال</caption><url href="زاخېلوال: ټاکنېزې لانجې اقتصاد اغېزمن کړى" platform="highweb"/></link> نژدې یوه میاشت وړاندې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، چې د ټاکنیز بهیر اوږېدو د افغانستان اقتصاد ته پنځه میلیارد ډالر زیان اړولی دی.
نوموړي دا هم ویلي وو، چې په د لانجمن ټاکنیز بهیر د ټکني کېدو له کبله له هېواده نژدې شپږ میلیارد خصوصي پانګه وتلې ده.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لانجې له پیلېدا نژدې یو کال تېرېږي.
اوس د مالیې وزارت چارواکي وايي، له تېر نژدې یوه کال راهیسې، هېواد له بېلابېلو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی، خو هیله یې دا ده چې د ټاکنیزې لانجې او د نوي حکومت په جوړېدو سره به نړیواله ټوله یوځل بیا له افغانستان سره خپله مرسته پیل کړي او مالي ستونزې به حل شي.
په روان کال کې د افغانستان د دولت د اړتیا وړ عادي او پراختیايي بودیجه ۸،۹ میلیارد ډالر اعلان شوې وه.
له دې مبلغ نه ۲،۳ میلیارد ډالر له کورنیو سرچینو او ۵،۱ میلیارد نور یې له بهرنیو مرستو چمتو کېږي.








