"سیاسي کړکېچ د هېواد اقتصاد اغېزمن کړی"

که سیاسي کړکېچ ژر حل نه شي نو مجبور یم د مامورینو تنخواوې را کمې کړم
د عکس تشریح، که سیاسي کړکېچ ژر حل نه شي نو مجبور یم د مامورینو تنخواوې را کمې کړم

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال یوا وار بیا ویلي چې روان سیاسي کړکېچ د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزې پرې ایستي.

نوموړي خبرداری ورکړی که روانې سیاسي ناندرۍ ژر تر ژره حل نه شي نو دی به اړ شي چې د حکومت ځینې کارکوونکې له کاره لېرې کړي او د نورو هغو تنخواوې را کمې کړي.

ښاغلي زاخېلوال وویل، د حکومت هغه لګښتونه یې کم کړي دي چې زیات اړین نه دي.

د ده په وینا دا د هېواد په اقتصاد ناوړه اغېز کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د نا څرګندتیا له امله سوداګرۍ پر ځان باور له لاسه ورکړی، پانګونه په ټپه درېدلې او د حکومت عاید په چټکی لوېدلي دي.

ښاغلي زاخېلوال بي بي سي ته په خپلو خبرو کې وویل، که د اګست تر پایه د سیاسي کړکیچ حل ونه موندل شي، هېواد به له سخت حالت سره مخ شي.

او دی به دې ته اړ شي چې د حکومتي مامورینو تنخواوې کمې کړي.

خو د رایو پوره تفتیش چې ملګري ملتونه یې هم اندېښمن کړي ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي.

د ولسمشر اوباما له شخصي لاس وهنې سره سره دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی په دې نه دي بریالي شوي چې د ملي یووالي د راتلونکي حکومت په اړه هوکړې ته سره ورسېږي.

د کړکېچ په نوې خړپړتیا کې د خوړو او اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې په چټکۍ ختلې دي او طالبانو د هېواد په ختیځ او جنوب کې لوی بریدونه پیل کړي او ځېنې سیمې یې لاندې کړې دي.

پر وخت د واک لېږد

ولسمشر کرزي پر وخت نوي ولسمشر ته د واک پر لېږد ټینګار وکړ

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ولسمشر کرزي پر وخت نوي ولسمشر ته د واک پر لېږد ټینګار وکړ

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د نېټې په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، دغه کتنه د یکشنبې په ورځ (وږی ۲) په ارګ کې ترسره شوه او له کاندیدانو د ولسمشر غوښتنه دا وه، چې د رایو ارزونې د لړۍ په چټکتیا کې همکاري وکړي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته لاره لنډه شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید په څه کمو راتلونکو لسو ورځو کې ترسره شي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې ټاکل شوې نېټه د غځېدو نه ده او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.

که څه هم د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د روان اګست میاشتې لومړۍ ورځې ټاکل شوې وې، خو دا نېټه یوه میاشت وغځېده او د راتلونکي سپتمبر پر دویمه (وږي ۱۱) به ترسره کېږي.

کرزي دا څرګندونې تېره شپه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشر یان کوبیش سره په کتنه کې کړې دي.

ښاغلي کوبیش هم د ټاکنو له کمیسیون نه د رایو د رازونې چټکتیا غوښتي.