"پر اساسي قانون معاملې ته تیار نه یم"

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزي نن (چارشنبه، سپتمبر ۱۰مه) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې پایلې دې په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي چې د ده په وینا اوسنی نا څرګند حالت پای ومومي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت د جوړولو پر خپلې ژمنې ولاړ دی خو پر اساسي قانون معاملې ته تیار نه دی.
کابل کې د شهیدانو اوونۍ پېښو ته په اشارې سره ښاغلي احمدزي وویل چې د شهیدانو قدر په دې نه کېږي چې نوره وینه تویه شي.
هغه وویل: "افغانستان د مشورو او جرګو هېواد دی او شته ستونزې یوازې د مشورو له لارې حل کېدای شي".
ښاغلي احمدزي همدا راز وویل چې افغانان د اوسني حالت په اړه اندېښنه لري.
"يو ځل بیا ټولو ته ډاډ ورکوو چې هېچا ته به د بحران د را منځ ته کولو اجازه ور نه کړل شي. څوک چې بحران غواړي هغوی به یوازې پاتې شي".
ده وویل چې د ولسمشرۍ له بل نوماند عبدالله عبدالله سره شوې سیاسي هوکړې ته ژمن دی او په وینا یې د دغه هوکړې د عملي کېدو له لارې مسایلو ته د حل لاره موندل کېدای شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې ټاکنې د واک د لېږد یوازنۍ لار ده او دا چې د مشروع حکومت لپاره بله لار نه شته.
د رایو په اړه نوموړي وویل په پیل کې د ۵۰ سلنه رایو د ارزونې سپارښتنه شوې وه خو د دوی ډلې د ۱۰۰ فیصده رایو د تفتیش غوښتنه وکړه.
د خبرو په پای کې اشرف غني له خپل سیال عبدالله عبدالله وغوښتل چې د یووالي او پر شوې سیاسي هوکړې د ژمن پاتې کېدو له لارې ولس ته ډاډ ورکړي.
تر دې وړاندې، ولسمشرۍ ته بل نوماند عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د درغلیو پر بنسټ لاسته راغلې د ټاکنو پایلې به و نه مني.
ښاغلي عبدالله ویلي وو چې دی د واقعي او پاکو رایو پر اساس د ټاکنو ګټونکی دی.
ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې له خپل ټاکنيز سيال اشرف غني احمدزي سره له هغې ناستې يوازې څو ساعته وروسته کړې وې، چې کومې موافقې ته په کې و نه رسېدل.
ويل کېږي د دواړو لوريو ترمنځ لويه ستونزه د اجراييوي رييس د واکونو پر سر ده.
د عبدالله ټاکنيزه ډله وايي، چې اجراييوي رييس دې د کابينې مشري هم پر غاړه ولري، خو د تحول او تداوم ډله دا غوښتنه له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.
ښاغلي عبدالله همدار راز وویل چې د ټاکنو په اړه روانې خبرې د کوم جوړجاړي په موخه نه بلکې د ملت ګټو ته په پام سره پر مخ روانې وې.
نوموړي تور پورې کړ چې افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې د سیال نوماند ملاتړ کوي.
عبدالله عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره به له تاوتريخوالي کار وانخلي.








