کمېسيون: يوازې د ۵۰۰۰ محلونو ارزونه پاتې

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تمه ښې چې ډیر ژر به د ټولو ۲۳۰۰۰ محلونو د رايو د ارزونې بهیر پای ته ورسیږي او د ټاکنو وروستۍ پایلې به اعلان کړي.
د کمېسيون چارواکي وايي تر اوسه يې څه دپاسه ۱۷۰۰۰ محلونو رايې ارزولي او له سره شمېرلې دي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون خپله لومړنۍ علني غونډه د رایو د باطلیدو په اړه پیل کړه.
ولسمشریزو نوماندانو ۲۴ ساعته وخت درلود چې خپل شکایتونه د رایو د باطلیدو د بهیر په اړوند ثبت کړي چې نن مازدیګر پنخه بجې پای ته ورسیده.
د رایو د بیا شمیرنې او ارزونې بهیر د افغانستان د ټاکنو کمېسيون او ملګرو ملتونو څارونکو په څار د دواړو ټاکنیزو ډلو د څارونکو پرته ترسره شو.
زمزمه نيازۍ په خپل راپور کې وايي، تر دې دمه د پنځو زرو صندقونو د ارزونې بهیر پاتې دې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون په خپلې لومړۍ علني غونډه کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې ۲۵ شکایتونه وارزول.
دغه شکایتونه د هغو ۷۲ محلونو په تړاو وو چې د ټاکنو کمېسيون په لومړۍ علني غونده کې باطل اعلان شول.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تر دې دمه هیڅ شکایت نه دی ثبت کړی.
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون ویاند نور محمد نور د تل په څیر د رایو د ارزونې بهیر په هکله معلومات ورکړل.
ښاغلي نور وويل دغه بهیر د دواړو ټاکنیزو ډلو د څارونکو له شتون پرته د کمېسيون د کارکوونکو او د نړیوالو او کورنيو څارونکو په حضور پر مخ وړل کېږي.
د ټاکنو کمېسيون تمه ښې چې ډیر ژر به د ۲۳۰۰۰ رایو د ارزونې بهیر پای ته ورسیږي او د ټاکنو پایلې به اعلان کړي.








