"طالبان دې د ګوزڼ کمپاین اجازه راکړي"

د عکس سرچینه، AFP
د بشري حقونو نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) له وسله والو طالبانو غوښتي چې هلمند ولایت کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین کونکو ګرځنده ټیمونو ته د واکسین د کمپاین اجازه ورکړي.
هلمند کې د روغتیا ځايي چارواکي وايي له نژدې څلورو میاشتو راهیسې یې د احتیاطي تدبیر په توګه ټول هلمند کې د واکسین کمپاین نه دی تر سره کړی.
له کابله زموږ خبریال نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې لیکي چې هیومن رایټس واچ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسین پر ګرځنده ټیمونو بندیز ماشومان له خطر سره مخامخوي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه بندیز د یوه داسې نړیوال کمپاین پر وړاندې خنډ دی چې د میلیونونو کسانو وژونکې او معلولونکې ویروس پولیو له منځه وړلو لپاره تر سره کېږي.
بل لور ته د هلمند د روغتیا ریس عنایت غفاري ویلي چې که څه هم تر اوسه د دوی فعالان له کوم ګواښ سره نه دي مخامخ شوي خو وايي د احتیاطي تدبیر په توګه یې ټول هلمند کې پولیو ضد واکسین نه دی ترسره کړی.
د هیومن رایټس واچ په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو پر پولیو ضد واکسین کونکو د (جاسوسۍ) تور پورې کړی.
رپوټ زیاتوي چې د خبرو پایله کې لا هم طالبان نه دي قانع شوي چې د واکسین ټیمونو ته د فعالیت اجازې ورکړي.
د اسیا لپاره د دغه سازمان د مرستیال ویلي چې طالبان باید د دوی ژوند ژغورونکو فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو پر ځای دغو فعالیتونو کې مرسته وکړي.
د هلمند والي محمد نعیم بلوڅ بي بي سي ته وویل چې خبرې یې روانې دي او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به دغه ستونزه هواره شي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې هلمند کې له دغه پرواګرام نه د نوموړي په خبره د واکسین پر ځای د دوی د ملګرو ځای ځایګی معلومولو او سولې پروګرام ته د خلکو بللو لپاره کار اخیستل کېده.
مجاهد زیاتوي چې که د دوی اندېښنې لرې نه کړلې شي نو د واکسین اجازه به ور نه کړي.
افغانستان د نړۍ له هغو دریو هېوادونو نه یو دی چې لا هم په کې د ګوزڼ ویروس فعال دی.
د روغتیا چارو نړیوالو ماهرینو ویلي چې هلمند او کندهار ولایتونه افغانستان کې هغه سیمې دي چې د ګوزڼ ویروس شتوالي له پلوه مرکزيت لري.








