چین: افغانستان کې وسلې نه اقتصادي ښېرازي غواړو

د عکس سرچینه، BBC World Service
له ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو پر وخت کابل کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، سون یوشي، وویل چې افغانستان د چین لپاره ډېر مهم ګاونډی هېواد دی.
د افغان چارواکو په وینا ښاغلي یوشي هوډ وښود چې چین په افغانستان کې د خپل نقش پیاوړي کول غواړي.
کابل کې د ولسمشرۍ دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې چينايي استازي هیله وښوده چې په افغانستان کې وسلې کمې او اقتصادي ښېرازي ډيره شي.
افغانستان کې د سولې په باب د چین ځانګړي استازي وویل چې بیجینګ د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
افغان چارواکي وايي ولسمشر کرزي پر چینايي ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې یې برخه واخلي.
د ولسمشرۍ چارواکي وايي ښاغلي یوشي ته ولسمشر کرزي وویل: ''چین د افغانستان د سولې په پروسه کې ډېر مهم نقش لوبولی شي ځکه چې نوموړی هېواد هم د افغانستان دوست دی او هم له پاکستان سره ډېرې نژدې اړیکې لري.''
افغان مشر چینايي چارواکي ته دا هم ویلي چې ګواکې د افغانستان د سولې په بهیر کې بهرني عوامل دخیل دي او په هم دې دلیل ''په دې بهير کې د امریکا او پاکستان همکاري ډېره اړینه ده.''
کابل کې د ولسمشرۍ دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې ولسمشر کرزي چینايي ځانګړي استازي ته د دوی په وینا روښانه کړه چې ''افغانستان ته د سولې په راوستلو کې خصوصآ پاکستان مهم نقش درلودلی شي زموږ د سولې خبرې په واقعیت کې له پاکستان سره دي٬ نه له افغان طالبانو سره.''
کابل وايي افغان ولسمشر د چین دا ګام وستایه چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی وټاکه.
افغانستان د چین له لورې پانګونو ته سترګې په لاره دی. چین د افغانستان په معدنونو کې پانګونه کړې او کابل هیله من دی چې لا نور هم اقتصادي مرستې او همکارۍ ډيرې کړي.
د چینايي ځانګړي استازي او ولسمشر کرزي په لیدنه کې په افغانستان کې د چین د پانګونې او ''د اسیا د زړه'' د راتلونکې غونډې د تیاریو په هکله چې ټاکل شوې ده په چین کې ترسره شي، خبرې وکړې.








