ټاکنې: د رايو ارزولو بهير يو ځلې بيا وځنډېد

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د رايو د بيا ارزولو او شمېرلو بهير د يو لړ بې نظميو، د يو شمېر ګونګو ټکو د لرې کولو او د بهير د چټکوالي له امله ځنډېدلی دی.
دا په تېره يوه اوونۍ کې دويم ځل دی چې د رايو ارزولو بهير ځنډول کېږي.
ښاغلي نور هيله وښوده چې دغه بهير به سر له سبا بېرته په جدي ډول پيل شي او هڅه به وشي چې د کاري ډلو په زياتولو دغه بهير چټک شي.
د ټاکنو کمېسيون وايي تر اوسه مرکزي دفتر ته د رايو له ۱۲۰۰ زيات صندقونه لېږدول شي چې د ټولو صندقونو شاوخوا ۵۰ سلنه کېږي.
بهرنی وګړی
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د رايو ارزولو بهير کې د هغه بهرني وګړي شتون او څارنه تاييد کړې، چې ويل کېږي پرته د کارت له لرلو يې څارنه کوله.
د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور وايي د دغه بهرني وګړي په اړه يې څېړنې پيل کړي، چې معلومه کړي دی څنګه؟ د چا په موټر کې؟ او په څه ډول د ټاکنو کمېسيون ته ورغلی دی.
ځينو رسنيو داسې راپورونه ورکړي، چې ګواکې نوموړي هڅه کوله د يوه ځانګړي کانديد په ګټه د خلکو رايې باطلې کړي.
خو دغه راپورونه په خپلواک او رسمي ډول نه دي تاييد شوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو رايو له سره ارزولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د اشرف غني احمدزي ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د درغليو ادعا وکړه.
د ټولو شاوخوا ۸ ميليونه رايو له سره شمېرلو پر سر موافقه دواړو نوماندانو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځکړتوب وکړه.








