په بلخ ولايت کې يو خبریال وژل شوی دی

دوی وايي تر اوسه د پېښې جزئيات او اصلي لامل نه دي روښانه شوي

د عکس سرچینه، AFJC

د عکس تشریح، دوی وايي تر اوسه د پېښې جزئيات او اصلي لامل نه دي روښانه شوي

راپورنه وايي، ناپېژانده وسلوال تېره روځ په مزارشریف کې د یوه سېمه ییز خبریال کور ته ورغلي او هغه يې وژلی دی.

په مزارشریف کې سېمه ییز چارواکي وايي، دا پېښه تېره ورځ (۱۲، جولای) له غرمې وروسته په یوه بجه پېښه شوې ده.

دوی وايي تر اوسه د پېښې جزئيات او د پېښې اصلي لامل نه دي روښانه شوي.

د (لحظه) رادیو تلویزیون مسول مدیر حمد فهیم حقبین بي بي سي ته وویل، چې دغه خبریال خالد یعقوبي نومیده، او له پنځو کالو راهيسې يې د رادیو برخه کې تفریحي او ټولنیز پروګرامونو کې کار کاوه.

ښاغلي حقبین وویل، لومړنۍ څېړنه ښيي چې تېره ورځ وروسته له غرمې یو شمېر ناپيژندل شوي وسلوال کسان د دغه خبریال کور ته دننه شول، او نوموړی یې په ډزو وواژه.

د دغه خبریال مړی په مزارشریف کې خاورو ته وسپارل شو.

حقبین وویل، ،،هغسې يې چې کورنۍ وايي، ناپيژندل شوي کسان وو، ځکه دغه خبریال له چا سره دوښمني نه درلودله، خو قضیه نامعلومه ده، هغه د دې ښار اوسیدونکی و او دا یو مرموز قتل دی،،.

. وژل شوي خبریال ۲۷ کاله عمر درلود او دوه ماشومان يې لرل چې عمرونه يې د څلورو او اوو کلونو دي.

د بلخ ولایت پولیس وايي، د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي او د دې وژنې عاملان به د قانون منګولو ته وسپاري.

د بلخ د پولیسو مشر عبدالرحمان رحیمي بي بي سي ته وویل، چې مرمۍ د خبریال په ستوني لګېدلې او مخکې له دې چې روغتون ته ورسول شي په لار کې يې ساه ورکړې ده.