کېري د افغان ټاکنو کړکېچ په هواري بوخت دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د راټوکېدلي کړکېچ د هواري په موخه کابل ته رسېدلی دی.
ښاغلی کېري به دغلته د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي چې د ټاکنو کمېسيون په ابتدايي پايلو کې مخکښ اعلان کړی او عبدالله عبدالله سره چې ځان مخکښ بولي، وګوري.
عبدالله عبدالله د لومړنيو پايلو د اعلان په سبا دغه پايلې رد کړې.
افغانستان ته تر رسېدو وړاندې جان کيري خبرداری ورکړ، چې افغانستان د انتقال په يوه مهم پړاو کې دی.
ښاغلی کېري له چين نه پلازمېنې کابل ته رسېدلی دی.
ده په بيجنګ کې خبريالانو ته وويل هيله من دی چې د عبدالله عبدالله له خوا د لومړنيو پايلو له ردولو وروسته به د ولسمشريزو ټاکنو دواړه مخکښ نوماندان د ولس ګټې په پام کې ونيسي.
ښاغلي کېري وويل: ''موږ دواړه هڅوو چې د خپلو پلويانو هڅې دې نه زياتوي. د رايو د څېړنې او ځواب ورکولو بهير ته په څرګنده درناوی وکړي او همداراز په داسې حال کې خپل ځانونه ښه جدي مشران وښيي چې افغانستان ورته په ښکاره اړتيا لري''.
تر دې وړاندې د عبدالله عبدالله له لوري د يوه موازي حکومت د جوړولو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړی و، چې هېڅوک دې له قانوني لارو پرته د واک ترلاسه کولو هڅه نه کوي.
ښاغلي کېري ويلي و که څوک له قانوني چوکاټ پرته پر واک منګولې لګوي، نو له افغانستان سره به د امريکا او نړیوالې ټولنې مرستې ودرول شي.
۴۳٪ رايې بيا شمېرل کېږي
بل خوا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ولسمشرۍ ټاکنو د روانې لانجې حل ته نوی وړاندیز کړی دی.
په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د پنجشنبې په ماخوستن (جولای ۱۰مه ) ځانګړې غونډې کې ښاغلي یانکوبېش وړاندیز وکړ چې د ۸۰۰۰ صندوقونو رایې دې بیا وڅېړل شي.
دا شاوخوا درې نیم میلیونه رایې کیږې چې د ټولو لوېدلو رایو ۴۳٪ دي.
په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي دواړه مرستیالان، د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو مشران او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي برخه وال و.
د ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې د دې غونډې غوښتنه ملګرو ملتونو کړې وه او ولسمشر کرزي دا وړاندیز ومانه.
د ښاغلي کرزي ویاند ایمل فیضي وویل: ''ولسمشر کرزي تل غوښتي چې د ټاکنو بهیر دې یوازې د افغانانو له لورې پر مخ لاړ شي. دا یوه ملي پروسه ده او افغانان باید خپله خپل برخلیک وټاکي. خو اوس حالات ایډیال نه دي او یوه غاړه د دې غوښتنه لري چې بهرنیان دې په کې ښکېل وي. په همدې دلیل ولسمشر غواړي چې د مسایلو د حل لپاره دې وړاندیز ته هم چانس ورکړل شي. "دا شاوخوا درې نیم میلیونه رایې کیږې چې د ټولو لوېدلو رایو ۴۳٪ دي."
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا ونه ویل چې د دې رایو پر څېړلو به څومره وخت لګیږي. دا هم څرګنده نه ده چې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان به دا وړاندیز ومني که نه.








