' ژر به د پيسو سپینولو قانون تصویب شي '

د افغانستان ولسي جرګه وايي ډېر ژر به د پيسو سپینولو قانون تصویب کړي.
د دغې جرګې د مالي کمېسیون غړي وايي له تېرو دوو ورځو راهیسې یې د دغه قانون پر شاوخوا ۶۰ مادو کار کړی او پاتې مادې به یې د سې شنبې په ورځ وڅېړي.
بلخوا د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکي وايي تر دې دمه د پیسو سپینولو قانون نه تصویب د سوداګرو او عامو خلکو اندېښې راپارولي. او هیله ښيي چې ژر دغه قانون تصویب شي.
له کابله خوشحال تایب په راپور کې کاږي، چې وروسته تر هغه چې د پیسو سپینولو څار نړیوال بنسټ یا ( ایف اې ټي ایف ) افغان حکومت ته د پیسو سپینولو د قانون د تصویب په تړاو خبرداری ورکړی د افغان سوداګرو او عامو خلکو اندېښنې هم ورسره راوټوکېدې.
اندېښنې دا دي که چېرې دغه قانون تصویب نه شي ښايي دغه بنسټ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي، چې په تور لیست کې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی هم ورته اندېښنې لري، خو د افغانستان په ولسي جرګې کې د مالي کمېسیون مشر امیر خان یار وايي له تېرو دوو ورځو راهیسې یې د پیسو سپینولو پر قانون بحثونه کړي دي.
یواځې له څو مادو پرته نورې لسګونه مادې د یاد کمېسیون له خوا منل شوي او غړو یې موافقه پرې کړې ده چې ډېر ژر به یې د تصویب لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
افغان چارواکي وايي که د پیسو سپینولو قانون پر وخت تصویب او پلی نه شي ښايي بهرني بانکونه له افغان بانکونو سره خپلې ډالري معاملې بندې کړي.
افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د پیسو سپینولو څار نړیوال بنسټ پرېکړه لیک یې لاسلیک کړی دی.








