برتانيا هلمند کې خپله وروستۍ پوسته پرېښوده

د برتانيايي سرتېرو په لويه اډه کې، کارونه په ټول دي چې توکي او وسايل صفا او کورته ولېږدول شي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د برتانيايي سرتېرو په لويه اډه کې، کارونه په ټول دي چې توکي او وسايل صفا او کورته ولېږدول شي

برتانوي ځواکونو په هلمند کې خپله وروستۍ پوسته هم پرېښوده.

په دغه ولايت کې شته برتانوي سرتيري اوس يوازې په خپله اصلي اډه (کمپ باسټین) کې اوسېږي، او ټاکل شوې چې د روان کال په پاى کې له دغه ځايه هم ووځي.

هغه مهال چې پوځي عمليات په زور کې روان و، برتانيا په دې ولايت کې ١٣٧ پوستې او اډې لرلې.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته ټول ټال ٤٥٣ برتانيوي سرتېرو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې له پنځو پرته نور پاتې ټول سرتېري د ٢٠٠٦ م کال جنورۍ کې، په هلمند کې د عملياتو له پيلېدا وروسته وژل شوي دي.

په افغانستان کې د بي بي سي خبريال ډېوېد لاين وايي په هلمند کې وروستۍ برتانوۍ پوسته د يوې غونډۍ پر سر وه چې گرد چاپېره پرته ټوله سيمه ترې کتل کېده.

دا پوسته چې سترگه ٢ نومېده، د اورېدو له ډېرو پټو وسايلو ډکه وه، او د هلمند په سوېل کې يې د استوگنې ډېره سيمه څارله.

کله چې له دغې پوستې نه وسايل ولېږدول شول او تر هغه چې خيمې هم وړل کېدې، نو ژوند سرتېرو لپاره ډېره لومړنۍ بڼه خپله کړه.

په وروستيو دوو اوونيو کې ان، دوى به د شنه آسمان لاندې پر مځکې ويده کېدل.

پوځي اډوارډ چالېز چې له تېر سپتمبر راهيسې يې د دغې پوستې قومنده په غاړه لرله وايي د دوى تر ټولو لوى غليم لمر و.

د برتانيا د دفاع وزير فليپ هاموند څو ورځې وړاندې دغې پوستې ته ورغى. نوموړي وويل هغه د برتانيا په ولس کې د جگړې ستوماني وليده.

هغه زياته کړه "خو هلمند ته د ځواکونو لېږل، سره له دې چې په کې د سر دروند زيان نغښتى، ارزښتمنه کړنه وه."

د برتانيايي سرتېرو په لويه اډه کمپ بسشن کې، کارونه تر ډېره په دې ور ټول دي چې توکي او وسايل صفا او کورته ولېږدول شي.

د وسايلو ٦٠ سلنه وار له مخه لېږل شوې، او له ١٠٠ ډېرې لارې هر اوونۍ پر پولې پاکستان ته اوړي.

برتانيوي سرتيري به په څو مياشتو کې د بسشن اډه هم پرېږدي، او د هلمند اوږد او گران بيه ماموريت به پاى ته ورسېږي.