وسله والو د هلمند یو قومي مشر وژلی

د عکس سرچینه،
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې ناپېژاندو وسله والو یو مذهبي مشر سید بهاء الدین جان اغا په ډزو وژلی دی.
پر نوموړي د لښکرګاه خشکاوې سیمه کې برید شوی.
هلمندي چارواکي وايي سید بهاء الدین جان اغا هلمند کې یو مخور مشر و، چې ګڼ مریدان او پلویان یې درلودل.
دوی وايي نوموړي د سولې بهیر کې ډېرې هڅې کولې.
چارواکو د ده وژنه د هغو کسانو عمل بللی، چې افغانستان کې سوله نه غواړي.
تر اوسه د نوموړي د وژلو پړه چا نه ده منلې.
سید بهاء الدین اغا په هلمند کې پراخ نفوذ درلود، او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دربار جوړېدو ته نه پرېښودل کېده.
نوموړي د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال د مذهبي مشرۍ ترڅنګ د یوې وسله والې ډلې مشري هم کوله.








