کندهار کې ماین د ۱۵ ولسي وګړو ژوند اخیستی

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د افغانستان سوېلي ولایت کندهار میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه پنځلس ولسي وګړي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايي، چاودنه د تېرې دوشنبې پر مازیګر د میوند ولسوالۍ کلان کیچي سیمه کې شوې.
ښاغلی مینه پال وايي، چاودنه داسې مهال شوې، چې د ولسي وګړو یو ډاټسن موټر د سړک غاړې پر ښخ شوي ماین وربرابر شو.
نوموړی وايي وژل شوي ټول نارینه دي او ټپیانو کې یوه مېرمن او یو کوچنی هم دی.
د والي ویاند زیاتوي، چې د دوشنبې پر غرمه په همدې ولسوالۍ کې د ایساف پر ځواکونو ځانمرګی برید شویو چې د زیان په اړه یې مالومات نه لري.
دا برید د یوه ټونس ډوله موټر په مټ شوی.
بل خوا، د افغانستان له ختيځه رپوټونه وايي، چې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې لږترلږه ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي.
افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د خوست په دغه برید کې د طالبانو یو جګپوړی قومندان هم وژل شوی.
برید له پاکستان سره پولې ته نژدې شوی دی.
افغان چارواکو ویلي، چې دغه کسان د تېرو ټاکنو د ګډوډولو لپاره افغانستان ته راغلي وو، چې بېرته پاکستان ته د ستنېدا پرمهال پرې برید شوی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د تېرې شنبې پر ورځ (وری ۱۶/اپریل ۵) وشوې.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې وړاندې ویلي وو چې د ټاکنو پر ورځ په هېواد کې ۳۲۰۰ امنیتي ګواښونه کشف او شنډ کړای شوي، چې زیاتره یې کابل کې و.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټاکنو په ورځ ۱۷۴ اورپکي ۱۲ پولیس او څلور ولسي وګړي وژل شوي.
د دفاع وزارت بیا ویلي چې د ټاکنو پر ورځ د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي.








