کندوز کې ځانمرګي بريد پنځه کسه وژلي

د عکس سرچینه، none
د افغانستان په شمال کندوز ولايت کې چارواکي وايي چې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږترلږه پنځه کسه وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د پوليسو وياند سيد سرور حسيني بي بي سي ته ويلي دغه چاودنه تېره ورځ (سه شنبه، مارچ ۲۵مه) په مرکز کې د وزلوبې/بزکشي په يوه ميدان کې وشوه.
د ښاغلي حسيني په خبره د بريد هدف د دغه ولایت يو جهادي قومندان ميرعلم و، خو هغه ته زيان نه دی رسېدلی.
د بريد ډېری قربانيان ملکيان دي، چې د وزلوبې د ليدلو لپاره راټول شوي وو.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.
د کندوز روغتون هم د دغه ولايت د پوليسو له لوري ورکړای شوې شمېرې تاييد کړې دي.
د دغه روغتون مشر په کندوز کې د بي بي سي خبريال ته ويلي چې د دغه ولايت د پوليسو د همغږۍ مسوول بشير بشارت د ټپيانو په منځ کې دی.
خو د کندوز پوليسو د ده ټپي کېدل نه دي تاييد کړي.
کندوز د افغانستان په شمال کې د ناامنو ولايتونو يو دی او د حکومت وسله وال مخالفين يې په يو شمېر برخو کې فعاليتونه کوي.
د کابل دارالامان بريد
افغان امنيتي چارواکو تاييد کړې چې په پلازمېنه کابل کې د وسله والو بريد د بريدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د کابل د پولیسو وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته ويلي چې په پلازمېنه کابل کې امنيتي ځواکونو پنځه ځانمرګي وژلي دي.
دغه نښته سهار شاوخوا لس نيمې بجې پيل شوې وه او شاوخوا پنځه ساعته وروسته چارواکو وویل چې بريد يې پای ته رسولی دی.
ښاغلی ستانکزی وايي په دغه بريد کې چې ټاکنو کمېسيون پر يوه دفتر شوی دوه پوليس وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شته.
ده زياته کړه، د ټاکنو د کمېسيون ټول کارکوونکي چې په جګړه کې ايسار پاتې شوي وو، اوس خوشي شوي دي.

د عکس سرچینه،
تر دې وړاندې ځينې رسنيو داسې راپورونه ورکړل چې ګواکې بريدګرو د ټاکنو کمېسيون ۳۰ کارکوونکي يرغمل کړي دي.
د پېښې ځای ته څېرمه د ولسمشرۍ د يوه کانديد اشرف غني احمدزي کور هم دی، خو نوموړی نن د ټاکنيزو منډو ترړو لپاره پکتيا ته تللی دی.
د افغانستان د ملي اردو د جلب و جذب يو مرکز هم په دغه سيمه کې شته.
تر دې وړاندې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی وو، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به ګډوډې کړي.
کونړ کابلبانک بريد
په ختيځ ولايت کونړ کې چارواکي وايي د نوي کابلبانک پر يوې څانګې د بريد په پايله کې پنځه کسه وژل شوي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي د وسله والو په بريد چې په خبره يې شاوخوا يو ساعت يې دوام وکړ لږترلږه ۱۶ کسه نور ټپيان شوي دي.
ښاغلی جلاله وايي په وژل شويو کې يو ملکي، دوه د بانک ساتونکي او دوه امنيتي ځواکونه دي.
دی وايي په ټپيانو کې ملکيان او امنيتي ځواکونه دواړه شته.
شجاع الملک جلاله وايي د ۱۴ ټپیانو له ډلې اته يې سرسري ټپيان شوي او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د کونړ ولايت چارواکي وايي بريدګر دوه کسه وو، او لومړني يې د نوي کابلبانک په دويم پوړ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
دوی وايي دويم ځانمرګي وړاندې له دې چې ووژل شي پر عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ډزې کړې دي.








