طالبانو د انتخاباتو ۴ کارکوونکي خوشي کړي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي وسله والو طالبانو د ټاکنو د دفترهغه څلور کار کوونکي خوشي کړي، چې څو ورځې وړاندې يې نيولي وو.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي دغه کسان د قومي مخورو او مشرانو په هلو ځلو خوشي شوي دي.
دغه څلور کسه او څلور نور ملګري يې څو ورځې وړاندې د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالي کې هغه مهال د وسله والو له لوري ونيول شول چې په انتخاباتي کمپاين بوخت وو.
د دوی څلور کسه مخکې خوشي شوي وو، خو وړمه شپه د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې په هسکه مېنه کې ووژل شول.
وسله والو طالبانو د دغو کسانو په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي.
دغه کسان څو ورځې وړاندې وسله والو ونيول او د امنيتي ننګونو له امله يې د نيول کېدو او د ځای ځايګي په اړه خبر خپور نه شو.
تر دې وړاندې هم د ټاکنو په کارکوونکو، کمپاين کوونکواو د کانديدانو په ټاکنيزو دفترونو بريدونه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ټولو هغو کسانو ته چې په ټاکنيزو منډو ترړو بوخت دي خبرداری ورکړ، چې د ټاکنو له بهيره لرې اوسي.
دوی دغه راز د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو د ګډوډولو ګواښنه هم کړې، خو افغان حکومت وايي ځواکونه يې د ټاکنو امنيت ساتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.








