د کونړ دوه تښتول شوي سرتیري خوشي شول

چارواکي وايي، د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې وسله والو د غازي اباد له پوستې د ملي اردو د شپږوو تښتول شويو سرتېرو څخه دوه يې خوشي کړي دي.
دغه سرتېري نژدې درې اوونۍ وړاندې هغه مهال وسله والو له ځان سره يوړل چې په يوه بريد کې يې د ملي اردو ۲۱ سرتېري ووژل.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي دغه کسان د ځايي مخورو په منځګړتوب راخوشې شوي دي. د پاتې څلورو سرتېرو په اړه څه نه دي ويل شوي.
په دغه پېښه کې د وژل شو سرتیرو جنازې په کابل کې د ولسمشرۍ تشریفاتي ګارد ولېږدول.
د سرتېرو د ستاینې لپاره کابل کې امنیتي چارواکو مراسم هم جوړ کړي وو
په مراسمو کې د افغانستان د دفاع وزیر همدارنګه نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.
ولسمشر کرزي هم دا برید وغانده او پر پاکستان غږ وکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې په ګډه مبارزه وکړي، ځکه د دواړو هېوادونو د ثبات لپاره ګواښ دی
ولسمشر حامد کرزي د کونړ د پېښې له امله سريلانکا هېواد ته خپل سفر ځنډولی و.
په دې برید کې شپږ تنه سرتیري طالبانو له ځان سره بوولي و.
طالبانو د دې برید مسولیت منلی و.
د کونړ والي په سيمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کرياب ته ويلي و، په دغه برید کې د ملي اردو اته سرتېري وسله والو له ځان سره بېولي او د جګړې په ډګر کې د دوو وسله والو جسدونه هم پاتې دي.








