وسله والو فارياب کې شپږ پوليس وژلي دي

وسله والو دغه بريد د شپې دوه بجې کړی دی

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، وسله والو دغه بريد د شپې دوه بجې کړی دی

د افغانستان له شمالي ولايت فارياب نه راپورونه وايي، چې تېره شپه پر يوې پوستې د بريد په پايله کې شپږ پوليس وژل شوي دي.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي وسله والو د شپې دوه بجې په اوزبېکه سيمه کې د پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړی دی.

دی وايي په بريد کې يو پولیس ټپي شوی هم دی.

ښاغلی صديقي وايي په دغه بريد کې وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

دی وايي دغه سيمه غرنۍ ده، نو له همدې امله په بريد کې ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

د دغه بريد په اړه د فارياب والي او يا هم امنيه قومندان لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

په سيمه کې خبريالان وايي په وروستيو اوونيو کې د فارياب په يو شمېر ولسواليو، په ځانګړي ډول قيصار کې امنيتي پېښې زياتې شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم د قيصار د خواجه سبز پوش په سيمه کې دوو جلا چاودنو دوه کسه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل.

د افغانستان په شمال کې د ناکراريو دغه راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د انتخاباتو د امنيت لپاره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پوځي عمليات پيل کړي دي.