د ولسمشرۍ د نوماند په ملاتړ افغان پوځيانو ته وینه ورکول

- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, کونړ
په کونړ ګڼو ځوانانو دولسمشرۍ دیوه نوماند په ملاتړ افغان پوځیانو ته وینه ورکړه.
د اسد اباد روغتون ډاکټران وايي ددغو لسګونو زلمو وینه به یوازې افغان پوځیانو ته داړتیا پر وخت ورکول کیږي.
روغتون په یوه ځل د دومره ډیرې وینې د ساتلو توان نه لري، خو وايي چې رضا کار به د اړتیا پر وخت راغوښتل کیږي.
د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم په بېلابېلو بڼو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ ګڼو ځوانانو ورته هڅې کړې.
افغان پوځیانو ته د وینې د ورکړې مبارزه په کونړ کې د ولسمشرۍ د یوه نوماند ډاکټر اشرف غني د پلویانو له لوري وشوه.
پوځیانو ته د وینې ورکړه په کونړ کې د افغان پوځیانو تر وژنې وروسته له هغوی سره د خواخوږۍ په موخه کیږي.
ددغې پېښې وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له افغان پوځ سره د ملاتړ په موخه بېلابېلېهڅې شوي خو د پوځیانو په نوم دوینې ډلیزه ورکړه لومړنۍ ده.
د کونړ د روغتیا مشر ډاکټر اسد الله فضلي د ځوانانو ددغې چارې ستاینه وکړه او ويې ویل ستاسو وینه ستاسو سرتېري نور هم ډاډه کولی شي.
ښاغلي فضلي وویل یوازې افغان پوځیانو ته به ددغو رضاکارو وینه ورکړل کیږي:
((ستاسو وینه به د یو بل مسلمان د وجود لپاره د خیر سبب کیږي. ستاسو دغه کار د قدر وړ دی موږ او زموږ کار کونکي باید ستاسو مخې ته دروتلی وی چې داسې با احساسه خلک شته له خپل ولس او هېواد سره مینه لري.
زه ژمنه کوم چې دغه وینه به هغه چاته ورکول کیږي چې ددې وطن بچی وي، د هغه ژوند پرې راوګرځي.
موږ د وینې بانک لرو، خو ددومره وینې د ساتلو توان نه لري، موږ به ستاسو د وینې ډله مالوموو او بیا به مو د اړتیا پر وخت راغواړو. که له دې وروسته د ملي اردو هر کس خدای مه کړه زخمي و، همدا ستاسو وینه به ورکوو)).

د وینې د ورکړې په دغه مبارزه کې د نورو ولایتونو یوشمېر زلمو هم برخه لرله.
انجنیر امین الله له کابله راغلی وو.
هغه وايي پر دې ډیر خوښ دی چې د کونړ له ځوانانو سره افغان پوځیانو ته د وینې د ورکړې په بهیر کې ونډه اخلي.
نوموړي وویل په دې سره يې له خپلو وژل شوو هېوادوالو سره خواخوږي وښودله او زړه يې ټکور شو:
((زه له کابله کونړ ته راغلی وم کله چې خبر شوم وینه هدیه کیږي، نو ما یو طلايي چانس وګاڼه او زه خوش بخته وم چې تر ټولو مخکې ما وینه ورکړه، زه د وینې پر ورکړه د ارامۍ احساس کوم)).
د تېرې اونۍ د افغان پوځیانو ډله ییزې وژنې ته په کور د ننه بېلابېل غبرګونونه ښوول شوي، په ځینو ځایونو کې ورته پیسې راټولې شوې او په نورو کې يې د غندنې ناستې شوې.








